دټرمپ زوی له عربستان او اماراتو مرسته غوښتی وه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i71566-دټرمپ_زوی_له_عربستان_او_اماراتو_مرسته_غوښتی_وه
زمونږ خبریال راپور راکړی نیویارک ټایمز(New York Times) ورځپاڼې پرون راپور ورکړ چې د ولسمشرۍ د ۲۰۱۶ میلادی کال له انتخاباتو درې (۳)میاشتې مخکې د اوسنی ولسمشر زوی ډونالډټرمپ جی ار (Donald Trump Jr)د سعودی عربستان او د متحده عربی اماراتو له یوه استازی سره کتنه کړی وه او په انتخاباتو کښې دخپل پلار د بریالی کیدا په هکله یې له دغو دوو(۲) هیوادونو د مالی مرستې غوښتنه کړی وه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 20, 2018 01:47 Asia/Kabul
  • دامریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ زوي د سعودي عربستان او د متحد عربي اماراتو له یوه استازي سره غونډه کړي وه .
    دامریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ زوي د سعودي عربستان او د متحد عربي اماراتو له یوه استازي سره غونډه کړي وه .

زمونږ خبریال راپور راکړی نیویارک ټایمز(New York Times) ورځپاڼې پرون راپور ورکړ چې د ولسمشرۍ د ۲۰۱۶ میلادی کال له انتخاباتو درې (۳)میاشتې مخکې د اوسنی ولسمشر زوی ډونالډټرمپ جی ار (Donald Trump Jr)د سعودی عربستان او د متحده عربی اماراتو له یوه استازی سره کتنه کړی وه او په انتخاباتو کښې دخپل پلار د بریالی کیدا په هکله یې له دغو دوو(۲) هیوادونو د مالی مرستې غوښتنه کړی وه .

دامریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ زوی ډونالډ ټرمپ جی ار په ټرمپ برج(Trump Tower) کښې د ۲۰۱۶ میلادی کال داګست دمیاشتې په دریمه (۳)نیټه د سعودی عربستان او د متحد عربی اماراتو له یوه استازی سره غونډه کړی وه او په دغه غونډې کښې د اسرائیلو د ټولنیزو رسنیو د چارو یو (۱) کارپیژاندی جوئل زامیل (Joel Zamel)  او دغه راز د بلیک واټر امنیتی شرکت بنسټګر اریک پرینس(Erik Prince) هم موجود وو .

جوئل زامیل د هغه شرکت استازی توب کوی کوم  چې د  ټولنیزو رسنیو په برخه  او د معلوماتو په راټولولو کښې د اسرائیلو د جاسوسۍ ادارو پخوانی افسران ګمارلی دی .

د امریکا د ولسمشر د زوی ، د متحده عربی اماراتو، د سعودی عربستان او د اسرائیلو د څو کارپیژاندو په نوموړي غونډې کښې ګډون هغه لومړۍ نښه ده چې له روسیې پرته نورو هیوادونو(عربستان او متحده عربی اماراتو ) د ډونالډ ټرمپ په ملاتړ کښې د امریکا دولسمشرۍ په انتخاباتو د اغیز دشیندلو هڅه کړی وه .