دامریکا ولسمشر د پیړۍ دمعاملې پلان اعلانوی
-
امریکا، انګلستان، فرانسه ، جرمني ، کاناډا، سعودي عربستان، متحده عربي امارات، اردن او ځینې نور عرب هیوادونه د اسرائیلودنیواکګر رژيم ستر ملاتړي دي .
ایرنا خبری اژانس وایی د صهیونیسټ رژیم یدیعوت احارونوت (Yedioth Ahronoth)ورځپاڼې پرون وویل دامریکا ولسمشر ټرمپ راتلونکی میاشت د اسرائیلو او د فلسطینیانو ترمینځ دسولې لپاره د پیړۍ دمعاملې په نوم خپل پلان اعلانوی .
دامریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ سلاکار جاریډکوشنر(Jared Kushner) او په مینځنی ختیځ کښې د امریکا استازی جیسون ګرینبلات د سپینې ماڼۍ متحدان ددغه پلان له جزیاتو خبر کړی دی .
د پیړۍ دمعاملې د پلان پراساس د فلسطین حکومت په موقته سرحدونو سره د اردن سیند لویدیځه غاړه او له نیواکی قدس پرته غزه تړانګه لری چې د کډوالو په مسلې غور هم پکښې شامل دی .
ددغه پلان پراساس دفلسطین خلک باید د لویدیځې غاړې په کلیو او هستوګنه سیمه کښې نوی قدس ښار جوړ کړی .
دامریکا د پیړۍ دمعاملې د پلان پراساس دنیواکی ټاټوبو سرحدونه او د امنیت مسله هماغه راز دصهیونیسټ رژیم په لاس کښې کیښودل شوی او د ښارګیو جوړول هم نهای حل لارې ته د رسیدا دخبرو تر اغیز لاندې پاتې کیږی .
دغه پلان په داسې حال کښې مطرح شوی دی چې امریکا د می په څوارلسمه(۱۴) نیټه له نړیوالو اعتراضونو او مخالفتونو سره سره خپل سفارت له تل اویو څخه بیت المقدس ته انتقال کړی دی .
امریکا، انګلستان، فرانسه ، جرمنی ، کاناډا، سعودی عربستان، متحده عربی امارات، اردن او ځینې نور عرب هیوادونه د اسرائیلودنیواکګر رژیم ستر ملاتړی دی .