د اسلامي ملګرتیا سازمان په کندهار کې خونړۍ چاودنه وغندله
May 24, 2018 09:46 Asia/Kabul
د اسلامي ملګرتیا سازمان په افغانستان کې وروستي خونړي او ځانمرګي بریدونه چې ملکیان او حکومتي کسان پهکې په نښه شوي دي، غندلی دی
د افغانستان د کندهار ښار په ۱۴مه امنیتي حوزه کې د نهې په ورځ هغه وخت په یوه سرای کې چاودنه وشوه چې د ملي امنیت ځواکونو له بمونو ډک یو موتر نیولی وو. پهدې چاودنه کې ۲۱ کسان ووژل شول او ۴۰ تنه ټپیان شول.
د اسلامي ملګرتیا سازمان په افغانستان کې وروستي خونړي او ځانمرګي بریدونه چې ملکیان او حکومتي کسان پهکې په نښه شوي دي، غندلی دی
د اسلامي ملګرتیا سازمان وایي چې د افغانانو په مشرۍ د سولې د خبرو ملاتړ کوي او د افغانستان ثبات او پرمختګ ته ژمن دی.
ټیګونه