شمالی کوریاپه پیونګه ری کې د ایټمی آزموینوتاسیسات وران کړل
د شمالی کوریا مرستیال خارجه وزیر پاک میونګ ګوک ګواښ کړی ؤ چې امریکا خپل چلند دبدل نه کړی ، نو هیڅکله به دخبرواترو لپاره له چا کومه غوښتنه ونه کړو او بیا به ورته فرصت هم ورنکړو .
یونهاب خبری آژانس راپورورکړ،شمالی کوریا اړونده اورګانونو نن د بهرنیو اوداخلی خبریالانو په شتون کې د پیونګه ری ایټمی آزموینو تاسیسات په څو چاودنو سره تباه کړل .
د دغه راپور په اساس دغه تاسیسات د شمالی هامګیونګ ولایت کې واقع په کیلجو کې د شمالی کوریا د ایټمی پروګرام خورا مهم تاسیسات وو .
راپور دا هم ښئ د شمالی کوریا د دغو ایټمی تاسیساتو ورانول له ایټمی وسلو د کوریا ټاپووزمې د پاکولو په باب د په پانمونجوم سرحدی کلی کې د دواړو کوریاؤ دمشرانو د غونډې لومړنۍ نتیجه ده ، دواړو مشرانو هوډ کړی ، چې تاؤتریخولی په ثبات او جنګ په سولې بدل کړی او دیوه بل په ضد غلیمانه اقدامات پای ته ورسوی . دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون یو ځل بیا اعلان کړی ؤ چې ممکنه ده دشمالی کوریا له مشر سره ونه ګوری او حالات ترینګلی ښکاری ، خو د شمالی کوریا دمشرانو له ګواښ او دنننیو تاسیساتو له تباه کولو وروسته دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا په یوټرن سره وئیلی دی ، دشمالی کوریا له مشر سره به په ټاکلی وخت و ګوری او دا کتنه به کوریاټاپو وزمې او نړۍ لپاره ښې نتیجې ولری .
له دې مخکې د شمالی کوریا مرستیال خارجه وزیر پاک میونګ ګوک ګواښ کړی ؤ چې امریکا خپل چلند دبدل نه کړی ، نو هیڅکله به دخبرواترو لپاره له چا کومه غوښتنه ونه کړو او بیا به ورته فرصت هم ورنکړو .