د سکاټ بسنټ ادعاوو ته د قالیباف غبرګون: اې دروغجنه!
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i177378-د_سکاټ_بسنټ_ادعاوو_ته_د_قالیباف_غبرګون_اې_دروغجنه!
پارس ټوډی - د ایران د اسلامي شورا رئیس محمدباقر قالیباف د امریکا د خزانې وزارت د وزیر د ادعا په غبرګون کې د اقتصاد د نوبل جایزې ګټونکي پاول کروګمن یوه لیکنه بیا خپره کړې، چې په کې د امریکا د خزانې وزیر دروغجن بلل شوی او د بازارونو په مدیریت کې د هغه بشپړه ناکامي تشریح شوې ده.
(last modified 2026-08-30T07:24:10+00:00 )
Aug 30, 2026 11:52 Asia/Kabul
  • محمد باقر قالیباف
د ایران د اسلامي شورا مشر
    محمد باقر قالیباف د ایران د اسلامي شورا مشر

پارس ټوډی - د ایران د اسلامي شورا رئیس محمدباقر قالیباف د امریکا د خزانې وزارت د وزیر د ادعا په غبرګون کې د اقتصاد د نوبل جایزې ګټونکي پاول کروګمن یوه لیکنه بیا خپره کړې، چې په کې د امریکا د خزانې وزیر دروغجن بلل شوی او د بازارونو په مدیریت کې د هغه بشپړه ناکامي تشریح شوې ده.

د پارس ټوډی د راپور له مخې، محمدباقر قالیباف د شنبې په شپه په ټولنیزه شبکه «ایکس» کې د بسنټ په هغې ادعا د ملنډو په وهلو چې ګواکې په دوو اوونیو کې د هرمز له تنګي څخه ۱۳۰ میلیونه بېرله تېل تېر شوي، هغه ته وویل: «اصلي ۱۳۰ دا دي: له ایران سره د جګړې ۱۳۰ میلیارده ډالره لګښتونه، د موډیز انالېټیکس شرکت په حواله؛ یا هغه ۱۳۰ میلیونه ډالره زیان چې یوې داسې کمپنۍ ته اوښتی چې په پټه د امریکا د حکومت په استازیتوب د تېلو په کاغذي بازارونو کې یې لاسوهنه کړې او ایران پرې خبر شوی دی

قالیباف ولیکل: «اې دروغجنه! د امریکا د حکومت د خزانې د بانډونو عایداتو ته وګوره چې اور یې اخیستی او ورځ تر بلې لوړېږي