د هندوستان په شمال کښې طوفان لسګونه تنه ووژل
May 29, 2018 15:53 Asia/Kabul
د هندوستان په شمالي سیمو کښې د سخت طوفان په وجه لسګونه کسانو سرونه بایللي دي.
د ایرنا د خبر له مخې د هندوستان په اترپرادیش کښې د صوبايي حکومت ویاند نن وویل: له تیرې شپې راهیسې په شمالي سیمو کښې راغلي طوفان تراوسه ۳۰ تنه وژلي او ډیر کورونه یې ویجاړ کړي دي.
د ویلو ده چې بیګا د ۴۰ کیلومیټره په چټکتیا سره یو طوفان د هندوستان ځینې شمالي سیمې متاثره کړې او د ډیرو کورونو دیوالونه یې غورځولي او ونې یې له مونډه ایستې دي.
د هند په شمالي سیمو کښې په دې تیرو اونیو کښې سخت بادونه او تیز بارانونه وریدلي دي.
ټیګونه