د امام حسن مجبتی علیه السلام میلاد مو مبارک شه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i72388-د_امام_حسن_مجبتی_علیه_السلام_میلاد_مو_مبارک_شه
نن د زیارت ورځ د ۱۴۳۹ هجري قمري کال د روژې د مبارکې میاشتې پنځلسمه نیټه د نړۍ د مسلمانانو د دویم معصوم امام حضرت حسن مجتبی علیه السلام د نیکمرغه زوکړې کلیزه ده.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 31, 2018 00:44 Asia/Kabul
  • د امام حسن مجبتی علیه السلام میلاد مو مبارک شه

نن د زیارت ورځ د ۱۴۳۹ هجري قمري کال د روژې د مبارکې میاشتې پنځلسمه نیټه د نړۍ د مسلمانانو د دویم معصوم امام حضرت حسن مجتبی علیه السلام د نیکمرغه زوکړې کلیزه ده.

امام حسن علیه السلام چې د دریم قمري کار د رمضان المبارک په نیمايي کښې په مدینې منورې کښې دنیا ته تشریف راوړه، د وړومبي معصوم امام حضرت علي علیه السلام او د پيغمبر اکرم(ص) د قدرمنې لور حضرت فاطمه زهرا سلام ا... علیها وړومبنی اولاد و چې متعال خدای دغو دوو سترو شخصیتونو ته وروبخښه.

امام علي او بي بي فاطمه زهرا د خپل وړومبني اولاد د زیږیدو په ورځ خپل دغه ماشوم د خدای ګران رسول ته یوړه چې نوم پرې کیږدي او رسول ا... مبارک هم د خدای تعالی په حکم په هغه حسن نوم کیښود.

امام حسن علیه السلام دا ویاړ درلود چې د خپل ژوند اوه کاله د خپل نیکه یعنې رسول ا... مبارک په مهربان او له مینې ډک سیوري لاندې تیر کړي او دوي په دغه ګرانبیه فرصت کښې د پیغمبر اکرم (ص) د وجود له ځلاندو رڼاؤ ګټه پورته کړه او پس له دې، دیرش کاله د خپل ګرانقدره پلار امام علي علیه السلام هوښیار شاګرد او ریښتونی مرستیال پاتې شو.

مونږ د ایران د راډیو او ټیلیویژن د ادارې په استازیتوب د نړۍ ټولو مسلمانانو په تیره بیا د عصمت او طهارت د کورنۍ مینه والو ته د امام حسن مجتبی علیه السلام د ولادت مبارکي وایو.