بیت المقدس د ماشوم وژونکو ترهګرو صهیونیسټانو ځغل غولې نه دی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i72504-بیت_المقدس_د_ماشوم_وژونکو_ترهګرو_صهیونیسټانو_ځغل_غولې_نه_دی
په نړیوالو چارو کښې د ایران د اسلامی شورا د مشر ځانګړی مرستیال نن په ټویټر پاڼه کښې ولیکل:قدس د مسلمانانو لومړنۍ قبله ده او د ماشوم وژونکو ترهګرو صهیونیسټانو ځغل غولی نه دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 01, 2018 13:49 Asia/Kabul
  • بیت المقدس د ماشوم وژونکو ترهګرو صهیونیسټانو ځغل غولې نه دی

په نړیوالو چارو کښې د ایران د اسلامی شورا د مشر ځانګړی مرستیال نن په ټویټر پاڼه کښې ولیکل:قدس د مسلمانانو لومړنۍ قبله ده او د ماشوم وژونکو ترهګرو صهیونیسټانو ځغل غولی نه دی.

د ایران د محصلینو خبری آژانس؛ایسنا؛ راپور ورکړی،حسین امیر عبداللهیان په خپل ټویټری پیغام کښې پر دې په ټینګار سره چې د ایران اسلامی جمهوریت په خپل پوره قدرت سره په سیمه کښې له خپلو متحدانو او مقاومته ملاتړ کوی،زیاته کړی؛اسراییلو رژیم ته به دا اجازه ورنکړل شی چې د ایران او سیمې امنیت سره لوبې وکړی.

بیت المقدس چې د مسلمانانو لومړنۍ قبله مسجد الاقصی پکښې دی،د فلسطین نه جلاکیدونکی برخه او د اسلام په دریو کښې یو سپیڅلی ځای ګڼل کیږی چې د ۱۹۶۷ کال راهیسې صهیونیسټ رژیم نیولی دی.