د اتل فلسطین له غاصبانو سره داړیکو عادی کولو ماته خوړلې
دقدس دنړیوالې ورځې په توګه د روژې دمبارکې میاشتې د وروستۍ جمعې د نومولو په ۳۹کلونو تیریدا سره ،یعنی دحضرت اما م خمینی په تاریخ جوړونکی او ټاکونکی نوښت سره د فلسطین او دقدس شریف د آزادۍ موضوع اوس په یوې نړیوالې موضوع او نړیوالې آئیډیابدل شوی دی .
داسلامی انقلاب دسپاه پاسدارانو او وسلوال پوځ نن د قدس دنړیوالې ورځې په درشل کې په جلاجلا اعلامیو کې په فلسطین کې د صهونیسټی ضد انتفاضې او دمقاومت دتکفر سسټماټیک کیدا، دبیت المقدس دآزادۍ آئیډیا ته په رسیدا کې داسلامی امت او او د شجاع او اتلو فلسطنیانو نرم قدرت وبالۀ .
په دغو اعلامیو کې وئیل شوی دی دقدس دنړیوالې ورځې په توګه د روژې دمبارکې میاشتې د وروستۍ جمعې د نومولو په ۳۹کلونو تیریدا سره ،یعنی دحضرت اما م خمینی په تاریخ جوړونکی او ټاکونکی نوښت سره د فلسطین او دقدس شریف د آزادۍ موضوع اوس په یوې نړیوالې موضوع او نړیوالې آئیډیابدل شوی دی .
په دغو اعلامیو کې زیاته شوې ، دقدس نړیواله ورځ له یوې خوا د ا فلسطین له مظلوم او مسلمان ملته په هراړخیز ملاتړ کې د اسلامی امت د وحدت او یووالی لامل شوی او له بل پلوه ئې صهونیسټ رژیم او دنیواکګرۍ ملاتړی جبهه لازیاته کمزوری او منزوی کړې ده . داسلامی انقلاب دساتندویه ځواک او وسلوال پوځ په اعلامیو کې وئیل شوی دی ، دفلسطین اسلامی مقاومت دبیرته ستنیدا نومې په ولولناک لاریون اوانتفاضې سره په یوې اغیزشیندونکی او نوی مرحلې کې داخل شوی او غزې تړانګه،هره ورځ ددغه ټاټوبی دخلکو په وژلوکې د وحشی صهونیسټانو د نوی جنایتونو دپنځیدا شاهده ده چې ښئ د نیواکګرۍ ضد مقاومت تفکر د فلسطینیانو د نوی نسلونو په باطن کې ریښه خوره کړې او دمقاومت او کلکې دریدا اویا کلنې مخینې ته ورګځی ،څو د نیواکګرانو طومار سره ګډوډ کړی .
ټاکل شوې ده د قدس نړیوالې ورځې میلیونی لاریون، سبا یعنی د روژې دمبارکې میاشتې په ورستۍ جمعې ورځې له اسلامی یران سره په یووخت د نړۍ په نورو هیوادونو کې ترسره شی .