اسرائیل د قدس له نړیوالې ورځې سخته ویره لری
Jun 08, 2018 01:18 Asia/Kabul
-
اسرائیل د ایران په باره کښې دامریکا له اوسني حکومت سره هیڅ اختلاف نلري .
فارس خبری اژانس وایی دقدس دنړیوالې ورځې په درشل کښې د اسرائیلو لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو(Benjamin Netanyahu) دنړۍ په هیوادونو کښې ددغه ورځې د لاریونونو په ترسره کیدا اندیښنه څرګنده کړه .
هغه پرون دلندن په پالیسی ایکسچینج فکر کوټې کښې ادعا وکړه په لندن او دنړۍپه نورو ډیرو مهمو ښارونو کښې د قدس دنړیوالې ورځې د لاریونونو ترسره کیدل یوه(۱) غلطۍ ده .
د اسرائیلو لومړی وزیر نتانیاهو اروپا ته دخپل سفر هدف له سوریې د ایران ایستل وباله او ادعا یې وکړه اجازه نه ورکوو چې ایران په سوریې کښې خپل شتون تثبیت کاندی .
هغه وویل اسرائیل د ایران په باره کښې دامریکا له اوسنی حکومت سره هیڅ اختلاف نلری .
ټیګونه