دقدس نړیواله ورځ،مړه دې وی امریکامړۀدې اسرائیل انګازې
دقدس نړیواله ورځ ، له استکبار دکرکې او نفرت ورځ او د وحشی ډوله غاصب صهونیسټی رژیم دجنایتونو په دوام دغوسې او غبرګون ورځ نن په درستې نړۍ په تیره بیا په اسلامی ایران کې د تهران پشمول په نهه سوه ښارونو او ښارګیو کې په ډیر پرتم سره ولمانځل شوه او درسته فضا د ا.... اکبر ، مړه دې وی امریکا ،مړۀ دې وی اسرائیل ، مړ دې وی استکبار او یاایها المسلمون اتحدو اتحدو په څیر له انګازو ډکه وه
دقدس نړیواله ورځ ، له استکبار دکرکې او نفرت ورځ او د وحشی ډوله غاصب صهونیسټی رژیم دجنایتونو په دوام دغوسې او غبرګون ورځ نن په درستې نړۍ په تیره بیا په اسلامی ایران کې د تهران پشمول په نهه سوه ښارونو او ښارګیو کې په ډیر پرتم سره ولمانځل شوه او درسته فضا د ا.... اکبر ، مړه دې وی امریکا ،مړۀ دې وی اسرائیل ، مړ دې وی استکبار او یاایها المسلمون اتحدو اتحدو په څیر له انګازو ډکه وه او د هر مسلمان او انسان په خوله له جنایتکار او وحشی صهونیسټی رژیمه دکرکې او نفرت چغې پورته کیدلې .
زمونږخبریال راپورراکوی نن د روژې دمبارکې میاشتې وروستۍ جمعه یعنی یوم القدس ، یوم ا.... په موقعه درست مسلمانان او آزادی غواړی دصهونیسټ ضد لاریونونو کې په ګډون سره له دغه غاصب او جنایتکار رژیمه خپله کرکه اونفرت نندارې ته وړاندې کوی .
راپور ښئ په درست ایران کې په یوه وخت دغه میلیونی لاریونونه لس نیمې بجې پیل شول او د دغو ولولناکو اوپرتمینو لاریونونو د پوښښ لپاره په درست ایران کې څه دپاسه پنځه زره او درې سوه داخلی او بهرنی خبریالان او فلم جوړونکی کیمره مینان موجود دی . په تهران کې په دغه میلیونی لاریون کې د لوړپوړو حکومتی سیاسی او پوځی چارواکو ،سیاستوالانو پوهانو، محصیلینو او عامو خلکو پراخ ګډون وکړ . د دغه میلیونی لاریون چورلیزی شعار هم ، دمقاومت دجبهې بریالیتوب ، دامریکائی صهونیسټی فتنې ماته او د بیرته ستنیدا لپاره د فلسطین دملت کلک هوډ دی .
وروستۍ راپور ښئ په دغه میلیونی لا ریون کې ګډون کونکو روژتیانو په پای کې یوه اعلامیه هم خپره کړې ، چې په هغې کې د وحشی صهونیسټی نیواکګرو له سلطې د قدس شریف پر آزادۍ او د فلسطین د بې دفاع او مظلوم ملت پر ژغورنې او دغه راز د ایران داسلامی انقلاب د لوړو آرمانونو په توګه د د اسرائیلو دسرطانی دانې د نړۍ له مخه د پاکولو لپاره پر هڅې ټینګار شوی دی .
په دغې اعلامیې کې د قدس دنړیوالې ورځې د میلیونی لاریون کونکو بیت المقدس ته د دامریکا دسفارت په منتقلولو او د صهونیسټ رژیم د پلازمینې په توګه د قدس شریف د په رسمیّت پیژندنې کې د دغه هیواد د ولسمشر ډونالډ ټرمپ غیر قانونی اقدام په کلکه محکومولو سره اعلان کړی ، دبیت المقدس آزادول او د فلسطین د مظلوم اوکړیدلی مسلمان ولس څخه ملاتړ هماغه راز د اسلامی نړۍ لومړنی لومړیتوب دی او هر هغه اقدام چې وغواړی ، دغه لومړیتوب داغی کړی ، او د اسلامی امت له ذهنونو ئې وباسی ، ، په کلکه محکوم کوی .
لاریون کونکو همداراز د پیړۍ د معاملې په نامې سره د دسیسې په محکومولو سره ټینګار کړی ، د فلسطین د موضوع یوازینۍ حل لاره د من البحر الی النهر په شعار سره د فلسطین د سټراټژۍ پوره کیدا ، او د آزادې او هراړخیز ې ټول پوښتنې یا ریفرینډم ترسره کیدا ده . او د جعلی صهونیسټی رژیم د بې شرمه او وحشی جنایتونو او نیواکګرۍ د دوام لپاره دبل هر ډول حل لارې وړاندې کول ، دفلسطین د ولس دمسلمو حقوقو د چخڼی کولو عامل دی .
دقدس د نړیوالې ورځې دمیلیونی لاریون په پایزې اعلامیې کې ټینګار شوی ، تمه کیږی ، داسلامی نړۍ دینی اورګانونه ، مراجع ، عالمان او متفکران د امریکا، صهونیسټ رژیم او دهغو د سیمه ایزو او له سیمې د ورآخوا ملاتړو دنوو دسیسو په ایشوا کولو سره دې ، د قدس شریف له نیواکګرو سره د اړیکو دعادی کولو او د سازباز لپاره دځینو اسلامی اوعربی هیوادونو دمرتجعو مشرانو هڅه محکومه کړی او په دغه ډګر کې دې پخپلې شرعی دندې او تاریخی رسالت عمل وکړی .
دقدس دنړیوالې ورځې د دغه میلیونی لاریون کونکو همداراز په عراق او سورئې کې د تکفیری داعشی ترهه ګرو د فتنو ماته ، دامریکال اوصهونیسټ رژیم او دهغو دملاتړو له ګډو ملاتړونو سره سره د یمن او بحرین د مظلومو اومقاومت کونکو ملتونو په ضد په جنګ اوتیریو کې د آل سعود رژیم ناکامی ، داسلامی مقاومت جبهې یوه ستره بریا بللې او ټینګار ئې کړی دی ، اجازت به ورنکړو ، داسلام دښمنان دمسلمانانو ترمینځ د درز اوتفرقې په رامینځةکولو او د انحرافی سازونو په غږولو سره، د اسلامی نړۍ ظرفیّتونه ، د قدس دنیواکګرو د امنیت او ګټو قربانی کړی.