د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کښې شپږ کسان ووژل شول
Jun 10, 2018 15:34 Asia/Kabul
د هندوستان د امنیتي ځواکونو په حمله کښې د دغه هیواد تر کنټرول لاندې شپږ کشمیریان ووژل شول.
د ایسوشیئیټډ پریس د خبر له مخې د هندوستان پوځ ادعا وکړه چې د دغه هیواد د امنیتي ځواکونو حمله نن سهار هله پیل شوه چې د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمیر څخه د دوي تر کنټرول لاندې کشمیر ته د یوې ډلې په ورتګ خبر شو.
د هندوستان پوځ وویل چې په دغه برید کښې شپږ کشمیریان وژل شوي او یوشمیر نور زخمي شوي دي.
هندوستان له کلونو راهیسې تر خپل کنټرول لاندې کشمیر کښې زرګونه پوځیان دیره کړي او په تیرو دریو لسیزو کښې یې د دغې سیمې ۶۸ زره وګړي وژلي دي.
ټیګونه