په جمو او کشمیر کښې یو بل کس ووژل شو
https://parstoday.ir/ps/news/world-i73460-په_جمو_او_کشمیر_کښې_یو_بل_کس_ووژل_شو
په جمو او کشمیر کښې پر ملکي وګړو د هندي پوځیانو په حمله کښې یو کس وژل شوی دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 17, 2018 03:25 Asia/Kabul
  • په جمو او کشمیر کښې یو بل کس ووژل شو

په جمو او کشمیر کښې پر ملکي وګړو د هندي پوځیانو په حمله کښې یو کس وژل شوی دی.

اناتولي خبري آژانس لیکلي چې هندي پوځیانو پرون په جمو او کشمیر کښې د کوچني اختر د لمانځه له کیدو وروسته د دغې سیمې پر مسلمانانو باندې په ډزو او د اوښلن ګیس په استعمالولو سره چې صلحه ایز لاریون یې کړی و، حمله وکړه.

د دغه رپورټ له مخې په یاده حمله کښې یو تن وژل شوی او ۱۷ نور ژوبل شوي دي.

هندي پوځیانو ادعا کړې چې کشمیري اعتراض کونکو د پولیسو لخوا د اوښلن ګیس له استعمالولو وروسته پر دوي کاڼي غورځولي دي.

کلونه وشول چې هندوستان تر خپل کنټرول لاندې کشمیر په ځینو سیمو کښې د زرګونو پوځیانو په  دیره کولو سره دغه سیمې نیولې دي او په تیرو دریو لسیزو کښې یې ۶۸ زره کشمیریان وژلي دي.