د چنګاښ د یوولسمې نیټې ورځپاڼې
https://parstoday.ir/ps/news/world-i74263-د_چنګاښ_د_یوولسمې_نیټې_ورځپاڼې
د تهران راډیو مینه والو دا دی یوځل بیا مو ورځپاڼو ته د کتنې پروګرام برابر کړی دی. په دې پروګرام کښې له معمول سره سم وړومبی د تهران چاپ او ورپسې د ځینو بهرنیو ورځپاڼو مهم مطالب او خبرونه درسره شریکوو. */*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 02, 2018 06:29 Asia/Kabul
  • د چنګاښ د یوولسمې نیټې ورځپاڼې

د تهران راډیو مینه والو دا دی یوځل بیا مو ورځپاڼو ته د کتنې پروګرام برابر کړی دی. په دې پروګرام کښې له معمول سره سم وړومبی د تهران چاپ او ورپسې د ځینو بهرنیو ورځپاڼو مهم مطالب او خبرونه درسره شریکوو. */*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

د تهران چاپ ورځپاڼو په سر کښې اطلاعات ورځپاڼه راخلو چې په خپل وړومبي مخ یې د ایران د اسلامي جمهوریت د مرستیال ولسمشر څرګندونې راخیستې دي او په غټو ټکیو یې لیکلي دي. د هیواد اسعاري سیاستونه باید شفاف او راڼه شي.

اسحاق جهانګیري وايي: د ایران د تیلو د پلور له کمي سره د مقابلې لپاره پلاننګ شوی دی.

د خبر په تفصیل کښې لولو چې د اسلامی ایران د ولسمشر لومړی مرستیال اسحاق جهانګیری وویل امریکا، صهیونیسټ رژیم او سعودی عربستان هڅه کوی دایران مخ په ودې اقتصادی بهیر بند کړی خو دوي به ناکامه شی .

هغه پرون په تهران کښې د صنعت او معدن د ملی ورځې په دستورو کښې هغو محدودیتونو ته په اشارې سره چې د سیمې دځینو هیوادونو لخوا د ایران داقتصادی فعالانو پرضد اعمال شوی دی وویل دغو هیوادونو د ایران د بهرنیو اسعارو(Foreign exchange) د تامین لپاره یوشمیر مشکلات رامینځته کړل خو دوې به په نهایت کښې د سیمې تورمخي هیوادونه وی .

د اسلامی ایران د ولسمشر لومړی مرستیال اسحاق جهانګیری دایران پرضد دامریکا دسیسو ته په اشارې سره ډاګینه کړه دتیلو د خرڅولو بندول او دایران دصادرونکو لپاره دمشکل رامینځته کول دایران اقتصاد ته د  ګوزار د ورکولو لپاره د امریکا دسیسې دی خو د اسلامی ایران حکومت له دغو دسیسو سره د مقابلې لپاره ضروری تدبیرونه غوره کړی دی .

هغه ټینګار وکړ دایران حکومت داسې کار کوی چې امریکا دایران دتیلو د خرڅولو دکمولو لپاره په هڅې پښیمانه شی .

تجارت:

له تهرانه چاپیدونکې تجارت ورځپاڼې بیا په خپل وړومبي مخ د ایران د تیلو د وزیر یو انځور چاپ کړی او د پاسه یې پرې لیکلي دي: اوپیک ته د ایران د تیلي جنرال تذکر.

خبر زیاتوي چې دایران د تیلو وزیر بیژن نامدار زنګنه وویل: د خپلو کړو ژمنو له چوکاټه بهر د تیلو دصاردونکو هیوادونو د موسسې اوپیک(The Organization of the Petroleum Exporting Countries) دهر غړی هیواد لخوا د تیلو دتولید هرډول زیاتول د دغې موسسې د موافقې خلاف ورزي ده .

هغه د تیلو د صادرونکو هیوادونو د موسسې اوپیک پړاویز مشر او د متحده عربی اماراتو د انرژۍ او صنعت وزیر سهیل محمد المزورعی ته دلیک په استولوسره وویل: د اوپیک ټول غړي هیوادونه باید په ویانا کښې د دغې موسسې په یوسل یو اویایمې(۱۷۱) او یوسل څلور اویایمې(۱۷۴) غونډې کښې غوره شویو فیصلو او خپلو ژمنو ژمنو ته پاېبند ووسی او له هرډول یواړخیز اقدام څخه چې د اوپیک موسسې وحدت او خپلواکۍ ته د تاوان د رسیدا سبب کیږی باید ډډه وکړی .

د ایران د تیلو وزیز بیژن نامدار زنګنه د تیلو د صادرونکو هیوادونو له موسسې اوپیک څخه د سیاست دختمولو لپاره هڅې ته په اشارې سره ټینګار وکړ: نورو هیوادونو ته باید اجازه ورنکړل شی چې په سیاسی اقداماتو سره د اوپیک وحدت او خپلواکي داغداره کړي .

جام جم:

جام جم ورځپاڼه راخلو چې دا هم په تهران کښې چاپيږي. دې ورځپاڼې د ایران د اسلامي جمهوریت خلاف د امریکې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ اقداماتو او څرګندونو ته انعکاس وکړی او لیکلي یې دي چې ټرمپ یو ځل بیا له ایران سره تجارت کونکي اروپايي شرکتونه وګواښل.

خبری زیاتوي چې  امریکې ولسمشر یوځل بیا اروپایان وګواښل چې په ایټمي موافقې باندې د پابندۍ په بڼه کښې به بایکاټ کړی شي.

ډونلډ ټرمپ پرون فاکس نیوز چینل ته په یوه مرکه کښې وویل: امریکا به هغه اروپايي شرکتونه په بشپړه توګه بایکاټ کړي چې له ایران سره تجارت کوي.

د امریکې د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار جان بولټن هم ویلي دي چې امریکا به هغه ډله اروپايي هیوادونه د خپلو بندیزونو هدف وګرځوي چې له ایران سره په ایټمي موافقې پابند دي.

کابل چاپ:

د کابل چاپ ورځپاڼو نن تر ډېره د سولې په تړاو په ننګرهار کې د ولسمشر په پرونیو څرګندونو بحثونه کړي او پهدې اړه یې بېلابېل نظرونه خپاره کړي دي.

هرټ اف اشیا

هېرټ اف اشیا انګلیسي ژبې ورځپاڼې د ولسمشر اشرف غني په حواله لیکلي دي چې افغانستان اوسمهال په یو داسې پړاو کې دی چې دی ترې د ۴۰ کلن بحران پای لیدلی شي.

ورځپاڼه لیکي چې ولسمشر اشرف غني پرون په ننګرهار کې د قومي مشرانو یوې غونډې ته د وینا پر مهال وویل، داسې مهال چې د جګړې د پای ته رسولو لهپاره هڅې روانې دي، خو دوی اوس هغې نقطې ته رسیدلي دي چې دی ترې د تېرو څلورو لسیزو اوږدې جګړې پای لیدلی شي.

ورځپاڼې لیکلي دي چې ښاغلي غني د دغه پرمختګ لهپاره د هېواد د دیني عالمانو څخه مننه وکړه چې د ده په وینا دا هرڅه یې ممکن کړل.

ورځپاڼې دا هم لیکلي دي چې ولسمشر د سولې د هڅو لهپاره د خپل حکومت هوډ تکرار کړ او ویې ویل، هر ځای چې طالبان غواړي دی او اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله چمتو دي چې ورشي او خبرې ورسره وکړي.

ویسا

ویسا ورځپاڼې بیا لیکلي دي چې ولسمشر په ننګرهار کې په خپلو پرونیو خبرو کې وویل چې د سولې په وړاندې ټول خنډونه لهمنځه وړل شوي دي او دی به چاته اجازه ورنهکړي چې د دې بهیر پر وړاندې خنډ شي.

ورځپاڼې لیکلي دي چې ولسمشر پهداسې حال کې چې یوه ورځ مخکې یې له طالبانو سره اعلان کړې یو اړخېز اوربند پای ته رسولی وو، دا هم یاده کړه چې له طالبانو سره د اوربند غځېدو او د خرقې شریفې په ګډون په هرځای کې خبرو ته چمتو دی.

خو ورځپاڼې دا هم لیکلي دي چې د ولسمشر لهخوا دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې طالبانو د اختر له درې ورځني اوربند وروسته د افغان پوځیانو پر ضد جګړه بیا پیل کړې او تردې دمه یې د سولې په تړاو د حکومت غوښتنو ته مثبت ځواب نهدی ورکړی.

هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا په خپل لومړي مخ کې په غټو ټکو سره لیکلي دي چې ولسمشر اشرف غني په ننګرهار کې د سولې، عدالت، ثبات او امنیت لهپاره د جدي کار هوډ څرګند کړ.

ورځپاڼې لیکلي دي چې ولسمشر پر ځوانانو غږ وکړ چې د زورواکو او غاصبینو پر ضد غږ پورته کړي او د هغو په اړه شواهد، اسناد او عریضې راټولې کړي، څو پر ضد یې اقدام وشي.

هېواد لیکلي دي چې ولسمشر په خپلو خبرو کې پهدې خوښي وښودله چې د ننګرهار په ولسونو کې دوه ډوله اجماع ویني.

مسیر ورځپاڼې بیا تر دې سرلیک لاندې طالبان چې هر چېرته غواړي، خبرې ورسره کوم، د ولسمشر اشرف غني یوه لیکنه خپره کړې ده.

ورځپاڼه لیکي چې ولسمشر په خپله لیکنه کې ویلي دي چې د افغانستان د نفوس نیمایي برخه ځوانان جوړوي چې تر اوسه یې یوه ورځ هم د سولې مخ نهدی لیدلی.

د ورځپاڼې په وینا د ولسمشر په لیکنه کې د اختر په ورځو کې اوربند د افغانستان په تېر ۴۰ کلن تاریخ کې بې ساری بلل شوی چې تر ډېره یې په افغانستان کې د سولې په تړاو د شنونکو باورونه او فرضیې ناسمې ثابتې کړي.

مسیر لیکي چې ولسمشر پهدې لیکنه کې له طالبانو غوښتي دي چې د سولې لهپاره د ده طرحه چې په تېره فبروري میاشت کې یې وړاندې کړې ومني، اوربند دې تمدید کړي او د ښه نیت له مخې دې په رسمي خبرو کې راګډ شي.

 

نورې نړیوالې ورځپاڼې:

د لوېدیځ زیاتره ورځپاڼو د ولسمشر اشرف غني د هغې وینا په اړه چې له یوې خوا یې د حکومت د یو اړخیز اوربند ختم اعلان کړ او له بلېخوا یې یو ځل بیا وسلهوالو طالبانو ته د پخلاینې بلنه ورکړه، یو لړ مطالب خپاره کړي دي.

    واشنګټن پوسټ

واشنګټن پوسټ ورځپاڼه لیکي، ولسمشر غني د اوربند ختم پهداسې حال کې اعلانوي چې طالبانو خپلو حملو ته زور ورکړی.

ورځپاڼه د اختر په درېیو ورځو کې د افغان حکومت او وسلهوالو طالبانو ترمنځ اوربند ته د اشارې په ترڅ کې لیکي چې د لومړي ځل لپاره د افغانستان په ۱۷ کلنه جګړه کې اوربند نافذ او د دواړو ښکېلو اړخونو لهخوا رعایت شو.

ورځپاڼه لیکي چې ملکي وګړو، افغان پوځیانو او طالب جنګیالیو په ډېرو تودو احساساتو د دې اوربند هرکلی وکړ.

واشنګټن پوسټ لیکي:

د اوربند پر مهال چې د خلکو د تمې خلاف په بریا سره پای ته ورسېد زرګونه وسلهوال طالبان ښارونو ته ولاړل او له خلکو سره غاړه غړۍ شول او ځکه‌یې په افغانانو او هغو بهرنیانو کې چې د ولسمشر غني د حکومت ملاتړ کوي دا هیلې راژوندۍ کړي چې طالبان ښايي سولې ته لېوالتیا ولري او له مودو مودو انکار وروسته د سولې خبرو ته کېني.

واشنګټن پوسټ لیکي چې دې اوربند همداراز هغه حرکت هم پیاوړی کړ چې په ټول افغانستان کې یې د سولې په مقصد لاریونونه پیل کړي دي.

    ټلګراف

د بریتانیا چاپ ټلګراف ورځپاڼې هم پهدې اړه په یوه مطلب کې د اختر په درېیو ورځو کې د دولتي ځواکونو او وسلهوالو طالبانو ترمنځ اوربند د افغانستان په ۱۷ کلنه جګړه کې بېساری بللی او لیکي چې دې اوربند په جګړه ځپلي افغانستان کې د خوښیو او لمانځنو شېبې جوړې کړې.

ورځپاڼه لیکي چې وسلهوالو طالبانو او افغان ځواکونو د اختر د ورځو د اوربند خوښي په یوه وخت کې ولمانځله، یو بل ته غاړې وتل او سیلفي عکسونه‌یې واخیستل.

ټلګراف لیکي چې د اوربند په ورځو کې په ښارونو کې هغه ملکي وګړي چې د جګړې ربړې یې ګاللې دي، پهدې هیله د طالبانو پر شااوخوا راټولېدل چې د سولې خبرو ته به کېني.

خو ورځپاڼه لیکي چې طالبانو د اوربند د تمدید لپاره د حکومت د غوښتنې له ردولو وروسته تېره اوونۍ یو ځل بیا جګړه پیل کړه او په ټول افغانستان کې یې حملې پیل کړې چې په نتیجه کې یې لسګونه کسان مړه او ټپیان شول.

ټلګراف لیکي:

د تشدد بیا پیل د هغو افغانانو پر هیلو د ناامیدۍ سړې اوبه تویې کړې چې فکر یې کاوه دا اوربند به د سولې خبرو ته یوه روښانه لاره پرانیزي ځکه طالبانو وویل چې له افغانستانه د نړیوالو پوځیانو د و تلو تر وخته به خپلې وسلې کې نهږدي.