د عراق اسلامي مقاومت: زمونږ وسله د معاملې وړ نه ده
د عراق اسلامي مقاومت په یوه خبرپاڼه کې د نړیوال استکبار پر ضد د مبارزې پر دوام ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې د مقاومت وسله هېڅکله د امتیاز ورکولو او معاملې وسیله نه وه او نه به هم وي.
په دې خبرپاڼه کې راغلي، چې د عراق ملت یو ځل بیا ثابته کړه، چې لا هم د مقاومت له تګلارې سره وفادار دی او د نړیوال استکبار پر ضد د مبارزې لاره په پوره ځواک سره تعقیبوي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د مقاومت ځواکونو په خپل ټینګ دریځ سره یو ځل بیا اعلان کړی، چې د مقاومت له تګلارې سره به خپلې ژمنې او وفاداري ته دوام ورکړي.
دې ډلې زیاته کړه، چې دښمنان باید پوه شي، د حق د محور ځواکونه د جهادي اصولو او چوکاټونو له مخې ټول د یوه واحد وجود په څېر دي.
د عراق اسلامي مقاومت په دوام کې ټینګار وکړ، چې د دې غورځنګ وسله هېڅکله د چنې وهلو، معاملې او جوړجاړي وسیله نه ده ګرځېدلې، بلکې دوی د همدې وسلې په مټ د استکباري واکمنۍ د زنځیرونو د ماتولو او د مستکبرینو د سرغړونو د مهارولو لپاره مبارزه کوي.
د خبرپاڼې په پای کې راغلي، چې د عراق اسلامي مقاومت به د دښمن د ګواښونو پر وړاندې د مقابلې په موخه د خپلو پوځي او امنیتي وړتیاوو د پراختیا او همدارنګه د خپل چمتووالي د کچې د لوړولو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.