دسوریې له جنوبه وسله وال کسان وځی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i74558-دسوریې_له_جنوبه_وسله_وال_کسان_وځی
فارس خبری اژانس وایی دسوریې د درعا ولایت په جنوب ختیځ او جنوب لویدیځ کښې د پوځ له عملیاتو سره په یووخت به په زرګونو وسله وال کسان له خپلو کورنیو سره یوځاې له جنوب څخه ووځی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 10, 2018 14:16 Asia/Kabul
  • دسوریې پوځ له تیرو دریو(۳) اونیو راهسې د درعا ولایت په ختیځ کښې د ترهګرو پرضد عملیات پیل کړي دي .
    دسوریې پوځ له تیرو دریو(۳) اونیو راهسې د درعا ولایت په ختیځ کښې د ترهګرو پرضد عملیات پیل کړي دي .

فارس خبری اژانس وایی دسوریې د درعا ولایت په جنوب ختیځ او جنوب لویدیځ کښې د پوځ له عملیاتو سره په یووخت به په زرګونو وسله وال کسان له خپلو کورنیو سره یوځاې له جنوب څخه ووځی .

په سوریې کښې د روسیې د روغې جوړې مرکز وویل ددغه هیواد په جنوب کښې پولیس ځواکونه حاضردمه له دغه سیمې د وسله والو کسانو د انتقالولو په لارو چارو غور کوی .

دوسله والو ترهګرو ډلو پرضد د سوریې  له پوځی عملیاتو سره په یووخت ددرعا سیمې په ښارګیو کښې د روغې جوړې بهیر زیات شوی دی .

تراوسه دسوریې په جنوب کښې نوی(۹۰) ښارګی په اوربند کښې شامل دی چې پینځه اویا(۷۵) یې په درعا او پینځلس(۱۵) نور یې هم په سویدا ولایت کښې دی .

دسوریې پوځ له تیرو دریو(۳) اونیو راهسې د درعا ولایت په ختیځ کښې د ترهګرو پرضد عملیات پیل کړی دی .