روسیې او ترکیې د سوریې په اتحاد ملاتړ وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/world-i74696-روسیې_او_ترکیې_د_سوریې_په_اتحاد_ملاتړ_وکړ
ایرنا خبری اژانس وایی د روسیې او دترکیې ولسمشرانو په ټیلی فونی خبرو کښې دسوریې د ځکمنۍ بشپړتیا او دسیاسی پیوستون د ساتلو پرضرورت ټینګار وکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 15, 2018 00:47 Asia/Kabul
  • د روسیې او دترکیې ولسمشرانو په دغو ټیلي فوني خبرو کښې د دوه اړخیز اړیکو او د سیمه ییزو موضوګانو په اړه هم سلامشوره وکړه .
    د روسیې او دترکیې ولسمشرانو په دغو ټیلي فوني خبرو کښې د دوه اړخیز اړیکو او د سیمه ییزو موضوګانو په اړه هم سلامشوره وکړه .

ایرنا خبری اژانس وایی د روسیې او دترکیې ولسمشرانو په ټیلی فونی خبرو کښې دسوریې د ځکمنۍ بشپړتیا او دسیاسی پیوستون د ساتلو پرضرورت ټینګار وکړ .

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د ترکې ولسمشر رجب طیب اردوغان په دغو ټیلی فونی خبرو کښې د سوریې د سیاسی پیوستون او د ځمکنۍ بشپړتیا په چوکاټ کښې ددغه هیواد د کړکیچ په حل دټینګار په ترڅ کښې د قزاقستان دپلازمینې استانه(Astana) د خبرو اترو له لارې په سوریې کښې د کورنی جنګ د ستونزې د حل کیدا په بهیر کښې د  چټکتیا د راتلو غوښتنه وکړه .

د روسیې او دترکیې ولسمشرانو په دغو ټیلی فونی خبرو کښې د دوه اړخیز اړیکو او د سیمه ییزو موضوګانو په اړه هم سلامشوره وکړه .

ټاکل شوی ده چې د سوریې دکړکیچ د حل کولو لپاره خبرې اترې د روان میلادی کال د جولاۍ په دیرشمه (۳۰)او یودیرشمه(۳۱) نیټه د قزاقستان په پلازمینې استانه(Astana) کښې وشی .

په سوریې کښې جنګ او کړکیچ د سعودی عربستان ، د امریکا ، دانګلستان او ددوې د نورو متحدو هیوادنو د ملاتړ وړ ترهګرو په پراخل یرغل سره د صهیونیسټ رژیم په ګټه د سیمې د معادلاتو دبدلولو لپاره رامینځته کړی شوی دی خو په تیرو میاشتو کښې د سوریې عسکرو له ترهګرۍ سره په مقابلې کښې زیات بریالیتوبونه ترلاسه کړی دی او ترهګرو ته یې سخته ماتی ورکړی ده .

امریکا ،انګلستان ، فرانسې او سعودی عربستان اوس د داعش ترهګرې ډلې ځینې غړی له عراق او سوریې افغانستان ته انتقال کړی دی چې په دغه هیواد کښې ددغه ډلې فعالیتونه زیات کړی .

دغه هیوادونه کوشش کوی دداعش ډلې فعالیتونه د مرکزی  اسیا هیوادونو ته وغځوی چې د چین  او  د روسیې لپاره امنیتی مشکلات رامینځته کړی .