ایران دامریکا د موجودیت لپاره خطر نه دی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i74697-ایران_دامریکا_د_موجودیت_لپاره_خطر_نه_دی
زمونږخبریال وایی د امریکا د ویرجینیا(Virginia) ایالت دډیموکراټ ګوند سناتور ټیم کین (Tim Kaine) اعتراف وکړ ایران دامریکا د موجودیت لپاره ګواښ نه دی .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Jul 15, 2018 05:25 Asia/Kabul
  •  ایران هیڅکله د اټومي وسلو د جوړولو هڅه نه ده کړي او نه به یې جوړې کړي .
    ایران هیڅکله د اټومي وسلو د جوړولو هڅه نه ده کړي او نه به یې جوړې کړي .

زمونږخبریال وایی د امریکا د ویرجینیا(Virginia) ایالت دډیموکراټ ګوند سناتور ټیم کین (Tim Kaine) اعتراف وکړ ایران دامریکا د موجودیت لپاره ګواښ نه دی .

د امریکا د مشرانو جرګې سینا د بهرنیواړیکو او دوسله والو ځواکونو د کمیټۍ غړی ټیم کین په اټلانټیک مجلې کښې ولیکل تهران د امریکا دموجودیت لپاره ګواښ نه دی او هیله من یم دایران پرضد د امریکا د احتمالی پوځی اقدام له لیونتوب ډکې لارې ستانه شوو .

د امریکا دغه سناتور وویل ایران هیڅکله د اټومی وسلو د جوړولو هڅه نه ده کړی او نه به یې جوړې کړی .

ټیم کین دغه راز په مینځنی ختیځ کښې د امریکا د ولسمشر ټرمپ د غلیمانه سیاستونو په اړه خبرداری ورکړ او ډاګینه یې کړه امریکا نور د یوه(۱) غیر ضروری جنګ د رامینځته کولو  توان  او وس نلری او ولسی جرګه کانګرس(Congress) او خلک باید د بل جنګ د رامینځته کولو په مخه نیولو کښې هوښیار ووسی .