د سوریې د فوعه او کفریا سیمې خلک ووتل
-
تحریر الشام ترهګرۍ ډلې ته اړونده ټروریسټي ډلې دقنیطره په خوا کښې دیره وې او صهیونیسټ رژیم ورسره استخباراتي او لاجیسټکي مرستې کولې .
ایرنا خبری اژانس وایی دسوریې ځایی سرچینو نن سهار په شمال لویدیځ کښې د ادلب(Idlib Governorate) ولایت د فوعه و کفریا د شیعه میشته ښارګیو د کلابندو شویو خلکو د وتلو خبر ورکړ .
د سوریې په ادلب ولایت کښې د فوعه او د کفریا د وسیدونکو د ایستلو لومړنۍ مرحله پرون په شپږو(۶) بسونو سره دسوریې په شمال کښې دحلب ولایت په جنوب کښې له العیس لارې پیل شو ه .
دسوریې ځایی سرچینو وویل له پرون سهار څخه تراوسه یوسل یویشت(۱۲۱) بسونه دحلب په جنوب کښې له العیس لارې د فوعه او دکفریا د کلابندو شویو سیمو دخلکو د انتقالولو لپاره دغو دوو (۲)ښارګیو ته رسیدلی دی او له ترتیب سره سم له دغو ښارګیو خلک وځی .
دسوریې حکومت او وسله والې او ترهګرې ډلې په تیرې سې شنبې ورځ له ترکیې سره د سوریې سرحدونو ته نږدې په ادلب ولایت کښې د فوعه او دکفریا د کلابندو شویو ښارګیو په کامل ډول خالی کولو په اړه موافقې ته ورسیدلې .
دغه راز دسوریې رسنیو پرون وویل ترهګرو ډلو د روسیې په مینځګړیتوب او ضمانت سره په جنوب لویدیځ کښې د قنیطره(Quneitra) ولایت له ټولوسیمو د وتلو لپاره موافقت وکړی .
ټاکل شوی ده چې دسوریې عسکر دغو سیمو ته ورشی او هغه کسان چې هلته دپاتې کیدا غوښتونکی دی دهغوې حالت معلوم او عادی کیږی او هغه کسان چې دغه کار ته ګروهنه نلری دسوریې په شمال لویدیځ کښې ادلب ولایت ته به منتقل شی .
تحریر الشام ترهګرۍ ډلې ته اړونده ټروریسټی ډلې دقنیطره په خوا کښې دیره وې او صهیونیسټ رژیم ورسره استخباراتی او لاجیسټکی مرستې کولې .