امریکا دایران دسیمه ییز نفوذ په وړاندې بې وسه ده
-
دامریکا دپوځ تمرکز دایران د فعالیتونو دایشوا کولو په هکله دی .
زمونږ خبریال وایی دامریکا لوړرتبه پوځی جنرال جوزف ووټل (Joseph Votel)اعتراف وکړ امریکا دایران د سیمه ییز نفوذ په وړاندې ناتوانه ده . هغه دایران په پوځی توان اعتراف سره وویل دامریکا دپوځ تمرکز دایران د فعالیتونو دایشوا کولو په هکله دی .
دامریکا دغه پوځی جنرال په سوریې کښې له ترهګرو ډلو په ملاتړ کښې د سپینې ماڼۍ او د واشنګټن د چارواکو اقداماتو ته له اشارې پرته ادعا وکړه ایران په سوریې کښې د ناامنۍ عامل دی .
په سوریې کښې کړکیچ له ۲۰۰۱ میلادی کال راهسې د امریکا، سعودی عربستان، بریتانیا ، فرانسې او د دوې دنورو عربو او اروپایی هیوادونو تر ملاتړ لاندې دترهګرو ډلو په پراخ یرغل سره د صهیونیسټ رژیم په ګټه دسیمې د معادلاتو دبدلولو لپاره پیل شوی چې اوس هم دوام لری .
دامریکا او دهغه د عربو او لویدیځو متحدو هیوادونو له ورانکارو اقداماتو سره سره د سوریې پوځ او ولس توانیدلی ترهګرو ته ماتی ورکړی او ښه بریالیتوبونه ترلاسه کړی .