امریکا دایران دسیمه ییز نفوذ په وړاندې بې وسه ده
https://parstoday.ir/ps/news/world-i74867-امریکا_دایران_دسیمه_ییز_نفوذ_په_وړاندې_بې_وسه_ده
زمونږ خبریال وایی دامریکا لوړرتبه پوځی جنرال جوزف ووټل (Joseph Votel)اعتراف وکړ امریکا دایران د سیمه ییز نفوذ په وړاندې ناتوانه ده . هغه دایران په پوځی توان اعتراف سره وویل دامریکا دپوځ تمرکز دایران د فعالیتونو دایشوا کولو په هکله دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 19, 2018 23:43 Asia/Kabul
  • دامریکا دپوځ تمرکز دایران د فعالیتونو دایشوا کولو په هکله دی .
    دامریکا دپوځ تمرکز دایران د فعالیتونو دایشوا کولو په هکله دی .

زمونږ خبریال وایی دامریکا لوړرتبه پوځی جنرال جوزف ووټل (Joseph Votel)اعتراف وکړ امریکا دایران د سیمه ییز نفوذ په وړاندې ناتوانه ده . هغه دایران په پوځی توان اعتراف سره وویل دامریکا دپوځ تمرکز دایران د فعالیتونو دایشوا کولو په هکله دی .

دامریکا دغه پوځی جنرال په سوریې کښې له ترهګرو ډلو  په ملاتړ کښې د سپینې ماڼۍ او د واشنګټن د چارواکو اقداماتو ته له اشارې پرته ادعا وکړه ایران په سوریې کښې د ناامنۍ عامل دی .

په سوریې کښې کړکیچ له ۲۰۰۱ میلادی کال راهسې د امریکا، سعودی عربستان، بریتانیا ، فرانسې او د دوې دنورو عربو او اروپایی هیوادونو تر ملاتړ لاندې دترهګرو ډلو په پراخ یرغل سره د صهیونیسټ رژیم په ګټه دسیمې د معادلاتو دبدلولو لپاره پیل شوی چې اوس هم دوام لری .

دامریکا او دهغه د عربو او  لویدیځو متحدو هیوادونو له ورانکارو اقداماتو سره سره د سوریې پوځ او ولس توانیدلی ترهګرو ته ماتی ورکړی او ښه بریالیتوبونه ترلاسه کړی .