شمالی کوریا په رسمی ډول دجنګ د ختمیدا غوښتنه وکړه .
https://parstoday.ir/ps/news/world-i74984-شمالی_کوریا_په_رسمی_ډول_دجنګ_د_ختمیدا_غوښتنه_وکړه_.
ایرنا خبری اژانس وایی شمالی کوریا له ګاونډی هیواد جنوبی کوریا وغوښتل د پانمونجوم (Panmunjom) د سولې دبیانیې په چوکاټ کښې د دواړو هیوادونو د مشرانو په موافقو عمل وکړی او په رسمی ډول د کوریا دټاپووزمې د نولس سوه درې پنځوسم(۱۹۵۳) میلادی کال جنګ پاې ته رسیدل اعلان کړی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 23, 2018 10:10 Asia/Kabul
  • په ۱۹۵۳ میلادي کال کښې دجنګ له ختمیدا وروسته تراوسه د کوریا ټاپووزمه دجنګ په حالت کښې ده  .
    په ۱۹۵۳ میلادي کال کښې دجنګ له ختمیدا وروسته تراوسه د کوریا ټاپووزمه دجنګ په حالت کښې ده .

ایرنا خبری اژانس وایی شمالی کوریا له ګاونډی هیواد جنوبی کوریا وغوښتل د پانمونجوم (Panmunjom) د سولې دبیانیې په چوکاټ کښې د دواړو هیوادونو د مشرانو په موافقو عمل وکړی او په رسمی ډول د کوریا دټاپووزمې د نولس سوه درې پنځوسم(۱۹۵۳) میلادی کال جنګ پاې ته رسیدل اعلان کړی .

دشمالی کوریا رسمی خبری اژانس نن په یوې(۱) بیانیې کښې وویل جنوبی کوریا دنده لری د مشرانو په ژمنو عمل وکړی او په رسمی ډول د جنګ پاې ته رسیدل اعلان کاندی .

په ۱۹۵۳ میلادی کال کښې دجنګ له ختمیدا وروسته تراوسه د کوریا ټاپووزمه دجنګ په حالت کښې ده  دواړه هیوادونه د جنګ دختمیدا تړون لری خو تراوسه یې د سولې دائمی تړون نه دی لاسلیک کړی .

شمالی کوریا په ځلونو غوښتنه کړی ده چې دجنوبی او دشمالی کوریا ترمینځ  په رسمی ډول دسولې تړون لاسلیک شی او د شمالی کوریا حکومت او خارجه وزارت هم په دې اړه یوشمیر بیانیې خپرې کړی دی .