دسوریې پوځ د سپینې ټوپۍ ډله له مینځه وړی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i75085-دسوریې_پوځ_د_سپینې_ټوپۍ_ډله_له_مینځه_وړی
زمونږ خبریال وایی دسوریې ولسمشر بشار اسد د روسیې له رسنیو سره په مرکه کښې د سپینې ټوپۍ په نوم ډله (White Helmets)ترهګره ډله وبلله او ویې ویل حکومتی عسکر به زر دغه ډله له مینځه یوسی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 27, 2018 01:42 Asia/Kabul
  • دسپینې ټوپۍ په نوم ډله په ۲۰۱۳ میلادي کال کښې دامریکااو دبریتانیا په مرستو سره جوړه شوه .
    دسپینې ټوپۍ په نوم ډله په ۲۰۱۳ میلادي کال کښې دامریکااو دبریتانیا په مرستو سره جوړه شوه .

زمونږ خبریال وایی دسوریې ولسمشر بشار اسد د روسیې له رسنیو سره په مرکه کښې د سپینې ټوپۍ په نوم ډله (White Helmets)ترهګره ډله وبلله او ویې ویل حکومتی عسکر به زر دغه ډله له مینځه یوسی .

هغه په دې خبرې ټینګار سره چې د سپینې ټوپۍ په نوم ډله د ژغورنې او مرستې او فعاله مدنی ډله نه ده بلکې د جبهه النصره ترهګرې ډلې رسندوی مټ ده زیاته کړه همدا اوس ددغه ډلې سرغنې له سوریې  تښتیدلی دی .

دسوریې ولسمشر بشار اسد زیاته کړه صهیونیسټ رژیم ، اردن او لویدیځو هیوادونو د سپینې ټوپۍ ډلې د سرغنو په تښتیدا کښې مرسته کړی ده .

دصهیونیسټ رژیم پوځ ویلی دی د سپینې ټوپۍ د ترهګرې ډلې کابواته سوه(۸۰۰) غړی یې نیواکی فلسطین ته راوستلی او بیا یې اردن ته انتقال کړی دی .

داسرائیلو پوځ زیاته کړی ده دغه کار یې د امریکا او دڅو اروپایی هیوادونو په غوښتنه کړی دی .

اردن هم ویلی دی د سپینې ټوپۍ په نوم  دترهګرې ډلې غړی له دغه هیواد څخه بریتانیا ، کاناډا او جرمنی ته ورځی .

دسپینې ټوپۍ په نوم ډله په ۲۰۱۳ میلادی کال کښې دامریکااو دبریتانیا په مرستو سره جوړه شوه .