د پاکستان د پارلېماني انتخاباتو له نتائجو د هند هرکلے
د هندخارجه وزارت د پاکستان د پارلېماني انتخاباتو له نتائجو څخه په هرکلي سره اميد څرګند کړه چې د عمران خان په مشرۍ د دغه هېواد نوے حکومت به په سيمه کښې د صلحې او ثبات د رامنځته کولو لپاره کوشش وکړي.
د ايرنا د رپوټ له مخې د هند خارجه وزارت په يوه بيانيه کښې ويلي دي ، دغه هېواد يو مخ په ترقۍ پاکستان غوښتونکے دے چې له خپل ګاونډي سره په صلح کښې وي.
د هند خارجه وزارت همدارنګ په خبرپاڼه کښې د اختلافاتو د هواري خاطر له پاکستان سره د خبرو اترو لپاره د خپل هېواد چمتووالے اعلان کړ.
د پاکستان تحريک انصاف مشر عمران خان هم په انتخاباتو کښې له کاميابۍ نه وروسته په ټيلي ويژني وېنا کښې د هند واکمنانو ته په خطاب کښې له هند سره د تعلقاتو د رغولو او پراخولو لپاره د اسلام آباد د راتلونکي حکومت د ارادې خبر ورکړے ؤ.