نتانیاهو د ایران خلاف د امریکې د بیاوارې بندیزونو هرکلی وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/world-i75379-نتانیاهو_د_ایران_خلاف_د_امریکې_د_بیاوارې_بندیزونو_هرکلی_وکړ
د صهیونیسټي رژيم وزیراعظم بیګا د ایران خلاف د امریکې د بندیزونو په بیرته لګولو کښې د دغه هیواد د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د اقدام هرکلی کړی دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 07, 2018 02:54 Asia/Kabul
  • نتانیاهو د ایران خلاف د امریکې د بیاوارې بندیزونو هرکلی وکړ

د صهیونیسټي رژيم وزیراعظم بیګا د ایران خلاف د امریکې د بندیزونو په بیرته لګولو کښې د دغه هیواد د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د اقدام هرکلی کړی دی.

فارس خبري آژانس لیکلي چې بنیامین نتانیاهو په یو ویډیويي پیغام کښې د ټرمپ د دغه اقدام د هرکلي په ترڅ کښې له اروپايي اتحادیې هم غوښتي چې له تهران سره خبرې اترې بندې کړي او له امریکې سره ملګرې شي.

یاده دې وي چې د امریکې ولسمشر پرون مازیګر د حکم په لاسلیکولو سره د ایران خلاف د دغه هیواد ځیني غیرقانوني بندیزونه بیرته فعال کړل.

ټرمپ له دې وروسته په یوه خبرپاڼه کښې وویل چې سر له نن(د آګست له اوومې)  څخه په ایران باندې د ګاډي جوړونې د صنعت، سرو زرو او پيسو یعنې ریالو په برخو کښې بندیزونه اجرايي کیږي او د بانکي او تیلي چارو بندیزونه به هم د روان کال د نومبر له پنځمې نیټې اجرايي شي.