ترکیې یوځل بیا د امریکايي پادري د آزادولو غوښتنه رد کړه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i75686-ترکیې_یوځل_بیا_د_امریکايي_پادري_د_آزادولو_غوښتنه_رد_کړه
د ترکیې سترې محکمې د نظربندۍ د ختمولو لپاره د امریکايي پادرې آنډرو برونسون غوښتنه په دریم ځل هم ونه منله.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 18, 2018 03:12 Asia/Kabul
  • ترکیې یوځل بیا د امریکايي پادري د آزادولو غوښتنه رد کړه

د ترکیې سترې محکمې د نظربندۍ د ختمولو لپاره د امریکايي پادرې آنډرو برونسون غوښتنه په دریم ځل هم ونه منله.

د فارس خبري آژانس د خبر له مخې د امریکايي پادري د نظربندولو په پلمه د ترکیې خلاف د بندیزونو د دوباره لګولو په لړ کښې د امریکې له خبرداري سره سره، د ترکیې سترې محکمې پرون یوځل بیا د آزادۍ لپاره د برونسون د غوښتنې له ردولو وروسته وویل چې امریکايي پادري باید د خپلې سزا موده په ترکیه کښې تیره کړي.

برونسون چې د ۲۰۱۶ کال په اکتوبر کښې د پي، کی، کی په نوم د ترکیې له مخالفې وسله والې ډلې او د همدغه کال د جولایۍ میاشتې د ناکامې کودتا له عاملینو سره د تړاؤ په تور نیول شوی و، پرون یې په تیره یوه اونۍ کښې په دریم ځل په خپل حکم کښې د بیاکتنې غوښتنه کړې وه.

په عین حال کښې د امریکې د خزانې وزیر سټیون منوشین وړمه شپه ګواښ کړی و چې که د ترکیې محکمه د آزادۍ لپاره د برونسون بیاوارې غوښتنه رد کړي نو د دغه هیواد خلاف لازیات چمتو کړي بندیزونه به اجرايي کړي.