ترهګرو په سوریې کښې کیمیاوی وسلې کارولی وې
Sep 07, 2018 11:20 Asia/Kabul
-
امریکا ، انګلستان او سعودي عربستان د ترهګرو په لاس په سوریې کښې دکیمیاوي وسلو د کارولو پلان جوړ کړی دی ږ
الجزیره ټیلی ویژن وایی په ملګروملتونو کښې دروسیې استازی واسیلی نبنزیا دامنیت شورا په غونډې کښې وویل ترهګرو ډلو په سوریې کښې له کیمیاوی وسلو په استفادې سره دبهرنیو لاسوهنو زمینه برابره کړه .
هغه وویل د سوریې حکومت دخپلو کیمیاوی وسلو دپروګرام په اړه ټول ضروری اطلاعات د کیمیاوی د وسلو د پراختیا دبندیز ادارې ته ورکړی دی .
واسیلی نبنزیا په ادلب کښې د کیمیاوی حملې لپاره د سوریې دحکومت د چمتو کیدا په اړه د لویدیځوهیوادونو د ادعا په ردولو سره وویل دغه ادعا دصحنې او فضا جوړول دی .
امریکا ، انګلستان او سعودی عربستان د ترهګرو په لاس په سوریې کښې دکیمیاوی وسلو د کارولو پلان جوړ کړی دی چې په دمشق دحملې لپاره یوه (۱)پلمه برابره کړی .
ټیګونه