روسیه له ټولو هیوادونو سره ملګرتیا غواړی
-
د پوځي مسائیلو کارپيژاندي دغه مانوره دناټو او د امریکا هوايي او سمندري خوځښتونو ته جدي ځواب او خبرداری ګڼي .
سپوتنیک خبری اژانس وایی د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ټینګار وکړ ماسکو د سولې او له ټولو هیوادونو سره د رغنده ملګرتیا لیواله دی .
هغه د دوه زره اتلسم د ختیځ(Vostok-2018 exercise
) د مانورې د اصلی پړاو د پیلیدا په دستورو کښې وویل روسیه د سولې لیواله ده او مونږ تیریګر پروګرام نه دی لرلی او نه یې ولرو .
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د دغه پوځی مانورې د کتنې په وخت وویل د هیواد او دملت په وړاندې زمونږ دنده دا ده چې د ضرورت په بڼه کښې د هیواد د واکمنۍ ، امنیت او دګټو ددفاع او د هم تړونه هیوادونو ملاتړ ته چمتو ووسو .
پوتین وویل د ۲۰۱۸ د ختیځ په نوم پوځی مانورې وښودله د روسیې پوځ له خطرناکو پوځی ګواښونو سره د مقابلې وس لری .
د روسیې د ۲۰۱۸ د ختیځ په نوم پوځی مانوره به چې له سې شنبې ورځې راهسې دچین او دمغولستان د عسکرو په ګډون سره د روسیې په ختیځ او په ګاونډیو سمندری سیمو کښې پیل شوی ده د سپتمبر د میاشتې تر اولسمې(۱۷) نیټې پورې دوام ولری .
د پوځی مسائیلو کارپیژاندی د روسیې د ۲۰۱۸ دختیځ په نوم پوځی مانوره په اسیا او اوقیانوسیې سیمې کښې دناټو او د امریکا هوایی او سمندری خوځښتونو ته جدی ځواب او خبرداری ګڼی .