هندي پوځیانو اته کشمیري ځوانان ووژل
د هندوستان پوځیانو په کشمیر کښې د دغې سیمې اته ځوانان په ډزو ووژل.
د تسنیم خبري آژانس د خبر له مخې هندي پوځیانو دغه اته تنه کشمیري ځوانان نن د هند تر کنټرول لاندې کشمیر په مختلفو سیمو کښې وژلي دي.
خبر زیاتوي چې د هندوستاني پوځیانو او کشمیریانو ترمینځ نښته کښې اته هندوي پوځیان هم زخمي شوي دي.
د کشمیر د مختلفو سیمو خلکو هم د مظاهرو په کولو سره د کشمیریانو خلاف د هندي پوځیانو جنایتونه وغندل.
کشمیري مظاهره چیانو د هندي پوځیانو د جنایتونو د بندیدو غوښتنه وکړه.
د هندوستان حکومت د کشمیر د خلکو په ځپنې پورې د اړوندو خبرونو د خپریدو د مخنیوي لپاره په دغه سیمه کښې د موبایل فون او انټرنیټ کنکشن غوڅ کړی دی.
له بلې خوا د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کښې ټول روزنیز مرکزونه او ښوونځي تړل شوي او په ځینو سیمو کښې د هندي پوځ لخوا کرفیو اعلان شوې ده.
د رسمي احصائیو له مخې په تیره آګست میاشته کښې د هندي پوځیانو په ډزو کښې لږترلږه ۳۴ تنه کشمیریان وژل شوي دي.