دسوریې په ادلب کښې نوی عملیات نه کیږی
-
دسوریې په شمال کښې ادلب ولایت اوس هم د ترهګرو ډلو په نیواک کښې دی .
زمونږخبریال وایی دسوریې په ادلب ولایت کښې د ترهګرو ډلو د اصلی پناه ځاې پرضد د عملیاتو د پیلولو په اړه د دمشق دحکومت له ټینګار سره سره د روسیې دفاع وزارت وویل دسوریې عسکر به په ادلب ولایت کښې نوی عملیات اجرا نکړی .
دغه څرګندونې د روسیې دفاع وزیر سرګی شویګو د سوریې له حکومتی عسکرو د مخالفانو دجلا کولو لپاره په ادلب کښې د غیر پوځی سیمې د جوړولو په هکله د روسیې او دترکیې د ولسمشرانو له کتنې وروسته کړی دی .
د روسیې دفاع وزیر وویل موجودو شرایطو او د ادلب په عملیاتو کښې د انسانی مرګ ژوبلو احتمال ته په پام سره په دغه ولایت کښې دترهګرو پرضد عملیات د حکومتی عسکرو لومړیتوب نه دی .
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین پرون وویل ما او د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د روسیې په سوچی غونډې کښې فیصله وکړه د سوریې د حکومتی عسکرو او د مخالفانو ترمینځ یوه (۱)غیر پوځی سیمه جوړه کړی .
دسوریې په شمال کښې ادلب ولایت اوس هم د ترهګرو ډلو په نیواک کښې دی او حکومتی عسکر اراده لری دغه ولایت د امریکا، د عربو او دلویدیځو هیوادونو ترملاتړ لاندې ټروریسټانو ازاده کړی .