سعودی عربستان د ترهګرو ډلو ملاتړ کوی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i76718-سعودی_عربستان_د_ترهګرو_ډلو_ملاتړ_کوی
دامریکا سی این این ټیلی ویژن راپور ورکړ په داسې حال کښې چې دنړۍ ډیرو هیوادونو د ایران د اهواز ترهګرې حملې ته غبرګون وښود سعودی عربستان د ډیپلوماټیک دود پرخلاف چمتو نشو ایران ته تسلیت ووایی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 24, 2018 10:43 Asia/Kabul
  • دسیمې دټولو ګوډاګیو هیوادونو ملاتړي امریکا ده چې هم ټروریستان هڅوي او هم هغوې ته ضرور ي شرایط برابروي  .
    دسیمې دټولو ګوډاګیو هیوادونو ملاتړي امریکا ده چې هم ټروریستان هڅوي او هم هغوې ته ضرور ي شرایط برابروي .

دامریکا سی این این ټیلی ویژن راپور ورکړ په داسې حال کښې چې دنړۍ ډیرو هیوادونو د ایران د اهواز ترهګرې حملې ته غبرګون وښود سعودی عربستان د ډیپلوماټیک دود پرخلاف چمتو نشو ایران ته تسلیت ووایی .

سی این این د سعودی عربستان د دغه غیر ډیپلوماتیک کړچار د څرنګوالی په توضیح کښې دایران دچارواکو له نظره د اهواز په ترهګرې پیښې کښې د عربستان رژیم د ملاتړ رول ته اشاره کړی ده او ویلی یې دی دایران د سپاه پاسداران ځواک ویاند رمضان شریف ویلی دی په اهواز کښې په ښاریزو حمله کونکی د سعودی عربستان ترملاتړ لاندې دیوې ترهګرې ډلې غړی وو .

سی این این ټیلی ویژن په دوام کښې د داډول ترهګرو حملو په رامینځته کولو کښې د امریکا او دسعودی عربستان د ملګرتیا په اړه د ایران دولسمشر حسن روحانی وینا ته اشاره کړی ده او زیاته  کړی یې ده حسن روحانی وویل دسیمې دټولو ګوډاګیو هیوادونو ملاتړی امریکا ده چې هم ټروریستان هڅوی او هم هغوې ته ضرور ی شرایط برابروی  چې داډول جنایت وکړی .