امریکا د روسیې په اقدام اندیښنه وښودله
-
اسرائیل ، امریکا ، سعودي عربستان ، ترکیه ، اردن ، انګلستان ، فرانسه وغیره په سوریې کښې د ترهګرو په ماتي سخت خپه او اندیښمن دي .
زمونږ خبریال وایی د امریکا د خارجه وزارت ویاندې میرمن هیتر نوئرټ (Heather Nauert) بیګا سوریې ته د ایس درې سوه(S-300 missile system) ډوله توغندوي سیسټم په سپارلو کښې د روسیې په اقدام اندیښنه څرګنده کړه او ادعا یې وکړه په سوریې کښې ددغو توغندیو دیره کیدل به د حالاتو د خرابیدا سبب شی .
د روسیې دفاع وزیر سرګی شویګو (Sergey Shoygu) پرون ددغه هیواد دملی امنیت شورا په غونډې کښې سوریې ته د ایس درې سوه(S-300 missile system) ډوله توغندوي سیسټم د سپارلو خبر ورکړ .
روسیې تیره میاشت فیصله وکړه چې دسوریې پوځ ته ایس درې سوه ډوله توغندوي سیسټم ورکړی .
دغه فیصله د سوریې په شمال لویدیځ کښې په لاذقیه ولایت د اسرائیلو د جنګی الوتکې دحملې په وخت د روسیې د یوې پوځی الوتکې نسکوریدا او پکښې دټولو پینځلسو(۱۵) سپارو کسانو وژل کیدا ته په غبرګون کښې غوره شوه .
اسرائیلو تراوسه په ځلونو د ترهګرو د ملاتړ لپاره دسوریې دپوځ په مرکزونو او بیخ بنایانو حملې کړی او ډیر کسان یې وژلی هم دی .
اسرائیل ، امریکا ، سعودی عربستان ، ترکیه ، اردن ، انګلستان ، فرانسه وغیره په سوریې کښې د ترهګرو په ماتی سخت خپه او اندیښمن دی .