داسلامی ایران ګواښ ګڼل لیونتوب دی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i77028-داسلامی_ایران_ګواښ_ګڼل_لیونتوب_دی
زمونږ خبریال وایی دامریکا پخوانی دفاع وزیر چیک هیګل (Chuck Hagel) د ټرمپ دحکومت په سیاستونو سختې نیوکې سره وویل دایران ګواښ ښودل لیونتوب دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 05, 2018 09:35 Asia/Kabul
  • امریکا له سعودي عربستان ،  سره یوځاې  له داعش ، جبهه النصره او نورو ترهګرو ډلو سره زیاتې مالي او پوځي مرستې کوي .
    امریکا له سعودي عربستان ، سره یوځاې له داعش ، جبهه النصره او نورو ترهګرو ډلو سره زیاتې مالي او پوځي مرستې کوي .

زمونږ خبریال وایی دامریکا پخوانی دفاع وزیر چیک هیګل (Chuck Hagel) د ټرمپ دحکومت په سیاستونو سختې نیوکې سره وویل دایران ګواښ ښودل لیونتوب دی .

هغه له ډیفنس ون (Defense One) خبری سایټ سره په مرکه کښې د امریکا دحکومت چارواکو ته په وینا کښې وویل د تاسو دغه ګمان چې په ګواښ سره ایران ، سوریه او روسیه کوم کار ترسره کولو ته مجبورولی شی لیونتوب دی .

دامریکا پخوانی دفاع وزیر چک هیګل اعتراف وکړ چې  دایران او د روسیې له ملګرتیا پرته په سورېې کښې ثبات ته رسیدل امکان نلری .

د امریکا د پخوانی دفاع وزیر دغه څرګندونې په داسې حال کښې دی چې د پوځ دمرکزی قومندنۍ  مشر جوزف ووټیل ویلی وو له ایران سره د مقابلې لپاره یې د سپینې ماڼۍ لخوا کوم حکم نه دی ترلاسه کړی اوپه  سوریې کښې د واشنګټن د ځواکونو فعالیت هماغه راز د تیرو دریځونو پراساس دی .

امریکا چې په ۲۰۱۴ میلادی کال کښې یې له داعش سره د جعلی او دتش په نامه دمبارزې لپاره سوریې ته عسکر واستول دسوریې په شمال کښې په کرد میشته سیمو کښې دوه زره (۲۰۰۰)پوځیان لری .

په سوریې کښې دامریکا د عسکرو دیره کیدل چې د دمشق دحکومت له اجازې پرته دی تل له نیوکو سره مخ دی .

امریکا له سعودی عربستان ، ترکیې ،اردن ،اسرائیلو وغیره سره یوځاې  په سوریې کښې له داعش ، جبهه النصره او نورو ترهګرو ډلو سره زیاتې مالی او پوځی مرستې کوی