داسلامی ایران ګواښ ګڼل لیونتوب دی
-
امریکا له سعودي عربستان ، سره یوځاې له داعش ، جبهه النصره او نورو ترهګرو ډلو سره زیاتې مالي او پوځي مرستې کوي .
زمونږ خبریال وایی دامریکا پخوانی دفاع وزیر چیک هیګل (Chuck Hagel) د ټرمپ دحکومت په سیاستونو سختې نیوکې سره وویل دایران ګواښ ښودل لیونتوب دی .
هغه له ډیفنس ون (Defense One) خبری سایټ سره په مرکه کښې د امریکا دحکومت چارواکو ته په وینا کښې وویل د تاسو دغه ګمان چې په ګواښ سره ایران ، سوریه او روسیه کوم کار ترسره کولو ته مجبورولی شی لیونتوب دی .
دامریکا پخوانی دفاع وزیر چک هیګل اعتراف وکړ چې دایران او د روسیې له ملګرتیا پرته په سورېې کښې ثبات ته رسیدل امکان نلری .
د امریکا د پخوانی دفاع وزیر دغه څرګندونې په داسې حال کښې دی چې د پوځ دمرکزی قومندنۍ مشر جوزف ووټیل ویلی وو له ایران سره د مقابلې لپاره یې د سپینې ماڼۍ لخوا کوم حکم نه دی ترلاسه کړی اوپه سوریې کښې د واشنګټن د ځواکونو فعالیت هماغه راز د تیرو دریځونو پراساس دی .
امریکا چې په ۲۰۱۴ میلادی کال کښې یې له داعش سره د جعلی او دتش په نامه دمبارزې لپاره سوریې ته عسکر واستول دسوریې په شمال کښې په کرد میشته سیمو کښې دوه زره (۲۰۰۰)پوځیان لری .
په سوریې کښې دامریکا د عسکرو دیره کیدل چې د دمشق دحکومت له اجازې پرته دی تل له نیوکو سره مخ دی .
امریکا له سعودی عربستان ، ترکیې ،اردن ،اسرائیلو وغیره سره یوځاې په سوریې کښې له داعش ، جبهه النصره او نورو ترهګرو ډلو سره زیاتې مالی او پوځی مرستې کوی