امریکا په سوریې کې د ترهګرو ملاتړ کوی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i77029-امریکا_په_سوریې_کې_د_ترهګرو_ملاتړ_کوی
ایرنا خبری اژانس وایی دترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان له ترهګرۍ سره دمبارزې په اړه دامریکا د ادعا په ردولو سره وویل امریکا په تیرو څو کلونو کښې په سوریې کښې فعالو ترهګرو ډلو ته د وسلو ، مهماتو او پوځی تجهیزاتو نولس زره(۱۹۰۰۰) ټرکونه استولی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 05, 2018 09:46 Asia/Kabul
  • ترکیه له امریکا ، سعودي عربستان او نورو عربو او اروپايي هیوادونو سره یوځاې په سوریې ،عراق او قفقاز کښې د ترهګرو ډلو اصلي ملاتړي ده .
    ترکیه له امریکا ، سعودي عربستان او نورو عربو او اروپايي هیوادونو سره یوځاې په سوریې ،عراق او قفقاز کښې د ترهګرو ډلو اصلي ملاتړي ده .

ایرنا خبری اژانس وایی دترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان له ترهګرۍ سره دمبارزې په اړه دامریکا د ادعا په ردولو سره وویل امریکا په تیرو څو کلونو کښې په سوریې کښې فعالو ترهګرو ډلو ته د وسلو ، مهماتو او پوځی تجهیزاتو نولس زره(۱۹۰۰۰) ټرکونه استولی دی .

هغه په سوریې کښې له فعالو ترهګرو ډلو دامریکا دملاتړد ختمولو  او د وسلو د استولو دبندولو غوښتنه وکړه .

د ترکیې ولسمشر اردوغان وویل  امریکا دسوریې دکړکیچ له پیل راهسې ترهګرو ډلو ته له وسلو ، پوځی تجهیزاتو او مهماتو د ډکولو نولس زره (۱۹۰۰۰)ټرکونو په استولو سره د سوریې په کړکیچ کښې ورانونکی رول لوبولی دی .

هغه په سوریې کښې دامریکا دڅو پوځی اډو جوړولو ته په اشارې سره وویل واشنګټن په غیر قانونی ډول په سوریې کښې دغه اډې جوړې کړی دی او هغه د کړکیچ د زیاتولو اصلی عامل دی .

ترکیه له امریکا ، سعودی عربستان او نورو عربو او اروپایی هیوادونو سره یوځاې په سوریې ،عراق او قفقاز کښې د ترهګرو ډلو اصلی ملاتړی ده .