پاکستانی زایرینو د اسلام اباد حکومت پرضد پرلاتې وهلی دی
پرلاتو هونکیو د پاکستان حکومت او امنیتی عسکرو ته خبردارې ورکړی دی تر هغه وخته چی ورته د حسینی اربعین په دستورو کی د ګډون لپاره د سفر اجازه ورنکړل شی ، خپل اعتراض ته به دوام ورکړی
زمونږ خبریال راپور راکوی د پاکستان په زرګونو حسینی زایرین چی له بیلا بیلو ښارونو په څو بسونو کی د عراق په کربلا کی د حسینی اربعین په دستورو کی د ګډون لپاره روان وو ، نن په کویټه ښار کی د پاکستان د امنیتی عسکرو لخوا ودرول شول او د امنیتی مسلو په دلیل یې ورته د ایران پولې ته د ورداخلیدا اجازه ورنکړه .
پرلاتو هونکیو د پاکستان حکومت او امنیتی عسکرو ته خبردارې ورکړی دی تر هغه وخته چی ورته د حسینی اربعین په دستورو کی د ګډون لپاره د سفر اجازه ورنکړل شی ، خپل اعتراض ته به دوام ورکړی .
له دېمخکې د پاکستان وحدت مسلمین شورا د اسلام اباد حکومت ته د زایرینو د مشکلاتو د اواری لپاره خبردارې ورکړی وو .
یو بل خبر دا چی د پاکستان د جیکب اباد سره نږدې د کربلا د زایرینو او پولیسو په نښته کی یوه میرمن د پولیسو په لاس وژل شوی ده .
د صفرې په شلمه چی د اکتوبر دیرشمه نیټه کیږی ، د حسینی اربعین ورځ ده چی له درستې نړۍ په میلیونونو مسلمانان په دغو پرتمینو دستورو کی دګډون لپاره د عراق کربلا ښار ته ورځی .