دکابل حکومت او طالبان دماسکو په غونډه کښې برخه اخلی
-
دا لومړی(۱) ځل دی چې دافغانستان دحکومت او دطالبانو استازي په یوې(۱) نړیوالې غونډې کښې ګډون کوي .
زمونږخبریال وایی د افغانستان په چارو کښې د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف د ماسکو دسولې په غونډې کښې د طالبانو او د اشرف غنی دحکومت داستازیو د ګډون خبر ورکړ .
هغه وویل د افغانستان دحکومت او دطالبانو د استازیو په ګډون سربیره لسو(۱۰) نورو هیوادونو هم په افغانستان کښې دسولې په اړه د ماسکو په غونډې کښې د ګډون لپاره چمتو والی اعلان کړی دی .
ضمیر کابلوف زیاته کړه دا لومړی(۱) ځل دی چې دافغانستان دحکومت او دطالبانو استازی په یوې(۱) نړیوالې غونډې کښې ګډون کوی .
ټاکل شوی وه چې د ماسکو دسولې نړیواله غونډه د روان میلادی کال د سپتمبر د میاشتې په څلورمه(۴) نیټه وشی خو په دغه ناسته کښې له ګډون څخه د افغانستان دحکومت د ډډه کولو په علت دکابل د حکومت په غوښتنه دغه غونډه ځنډول شوی وه .
د ماسکو په غونډې کښې د طالبانو داستازیو ګډون په داسې حال کښې دی چې ددغه ډلې غړو په افغانستان کښې د جنګ ختمیدل او هرډول سوله له دغه هیواده د خارجی عسکرو له وتلو سره اړونده ګڼی .