د اربعين يا څلوېښتۍ زيارت په اړه پوښتنې (1)
https://parstoday.ir/ps/news/world-i77601-د_اربعين_يا_څلوېښتۍ_زيارت_په_اړه_پوښتنې_(1)
د حسيني (ع) اربعين يا څلوېښتۍ او به کربلای معلی کښې د سيدالشهداء حضرت امام حسين عليه السلام د ميلينونو زائرينو د غونډې په درشل کښې کېدې شي دا پوښتنه راپېدا شي چې څه ډول د يو داسې کس د قبر زيارت چې پېړۍ پېړۍ مخکې له دنيا لاړ دے تر دې حده د ميلينونو انسانانو د پام وړ ګرځي؟ په اصل کښې زيارت څه څيز دے او ولې د مسلمانانو په تېره بيا د خداے د ګران رسول (ص) د پاکو اهلبېتو (ع) د پېروکارو په کلتور کښې ورته تر دومره اندازې توجه کيږي؟ په دې مطلب کښې به دې پوښتنې ته ځواب ورکولو کوشش وکړوو.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 25, 2018 13:00 Asia/Kabul
  • د اربعين يا څلوېښتۍ زيارت په اړه پوښتنې (1)

د حسيني (ع) اربعين يا څلوېښتۍ او به کربلای معلی کښې د سيدالشهداء حضرت امام حسين عليه السلام د ميلينونو زائرينو د غونډې په درشل کښې کېدې شي دا پوښتنه راپېدا شي چې څه ډول د يو داسې کس د قبر زيارت چې پېړۍ پېړۍ مخکې له دنيا لاړ دے تر دې حده د ميلينونو انسانانو د پام وړ ګرځي؟ په اصل کښې زيارت څه څيز دے او ولې د مسلمانانو په تېره بيا د خداے د ګران رسول (ص) د پاکو اهلبېتو (ع) د پېروکارو په کلتور کښې ورته تر دومره اندازې توجه کيږي؟ په دې مطلب کښې به دې پوښتنې ته ځواب ورکولو کوشش وکړوو.

کربلای معلی ته تلونکو لارو د سيدالشهداء (ع) د زائرينو د پېړيو پېړيو يادونه او خاطرې د امانت په توګه ساتلې دي. هغه زائرين چې کله به د ظالمو حکمرانانو له ويرې د شپې په وخت په ناسمو لارو او په خپلو پښو پياده د جانان د حرم لوري ته تلل. هغه زائرين چې کله به په همدغه نوراني لاره کښې د زيارت په جرم شهيدولې شول او يا به يې د نبوت له خاندان سره د خپلې مينې په قيمت لاس پرې کېدې شو.

کربلا ته تلونکې لارې د امام حسين (ع) زائرينو له  ترخو او خوږو خاطرو او يادونو ډکې دي خو په دې وروستيو کلونو کښې دغه لارې د خاتم الانبياء (ص) د فرزند د آخرالزماني اعجاز کتونکي دي. د امام حسين (ع) له زيارت سره عشق د حق او انصاف لپاره په يو نړيوال دعوت بدل شوے دے او په ميلينونو عاشق انسانان له ځانه بې خبره د زائرينو بې مثاله سېلاب ته ځانونه رسوي.هغه غريبانه او مظلومانه زيارتونه نن په ميليني زيارت بدل شول.چې نن د انسانانو د نړۍ برخليک د سعادت او کمال لوري ته بدل کړي.

زيارت په لغت کښې د ليدو کتو او په تعظيم او تکريم سره د يو کس کتنې ته د تللو په معنا دے. خو په مذهبي اصطلاح کښې زيارت يو عبادي عمل دے او د ارادت، عقيدت، احترام او د معنوي فېض د حاصلولو لپاره د ديني پېشوايانو په خدمت کښې يا د هغوي مزارونو ته د حاضرېدو يا د کعبې په شان د مقدس او محترم ځاے د ليدو په معنا دي. په اسلامي کلتور کښې زيارت تل يو خوښېدونکے او د سپارښتنې وړ عمل بلل شوے دے چې د تاريخ په اوږدو کښې مسلمانانو ترسره کړے دے. د زيارت په اړه د سني او شيعه مسلمانانو په شمول د اسلامي مذهبونو د مثبت نظر باوجود وهابيت د قرآن مجيد د ځينو آيتونو په خاصو تفسيرونو سره ادعا کوي چې زيارت کول د پېغمبراکرم (ص) له سنتو سره سمون نه خوري. دغې غېر علمي نظر څرګندونې سني او شيعه عالمان ځواب ورکولو ته مجبور کړي دي. او هر يو د خپلو روايتي، تفسيري او تاريخي سرچينو مطابق دغه اشکال ته مدلل  او معتبر ځوابونه ورکړي دي. له دغو څخه يو ځواب چې د سني او شيعه ترمېنځ مشترک دے دا دے چې د پېغمبراکرم (ص) په سيرت کښې زيارت کول يو د خوښې وړ عمل ؤ او خپله به هغه حضرت او د هغوي نزدې ملګري د شهيدانو او خپلوانو د قبرونو زيارت ته تلل. په دې اړه د خداے له ګران رسول (ص) ګڼ شمېر احاديث نقل شوي دي چې هغو څخه په يو حديث کښې هغه حضرت فرمايلي دي: «هغه کس چې حج وکړي، او زما زيارت ونکړي نو له ماسره يې بې وفائی کړې ده.»

د خداے د ګران رسول (ص) او د هغه حضرت د پاکو اهلبېتو عليهم السلام حرمونو ته حاضرېدل د دې سبب کيږي چې انسان د هغه بزرګوارانو له وجوده د معنوي فيضونو له حاصلولو نه علاوه په جهالت او غفلت کښې له غرقېدو نه  په امان کښې پاتې شي او هر ځل چې خپل ځان د خپل مولا او امام په خدمت کښې حاضر ويني، د هغه څه چې دي او د هغه څه چې پکار دي وي ترمېنځ يوه پرتله وکړي او له هغې الهي نمونې او بېلګې سره خپله فاصله وسنجوي. په داسې يوه پرتله کښې دي چې خپلې کمزروۍ او کوتاهۍ ويني او په خپل ټول وجود سره له خداے پاک څخه مرسته غواړي او په مضبوطې ارادې او کلک عزم سره د هغو کوتاهيانو تلافي کوي. همداسې ده چې د اهلبېتو عليهم السلام زيارت زائر ته څو چنده توانائي ورکوي چې د انساني کمال او د الهي نزدېکت په لاره کښې ګام پورته کړي او ځان له انحرافه وساتي.

له هغه تاثير نه علاوه چې زيارت يې په هر انسان باندې لري د ټولنې په هدايت کولو باندې د زيارت رول هم يو ډېر زيات او لوړ اثر دے. زيارت په حقيقت کښې له هغه مولا او آقا سره چې ځان يې له حق دين څخه د دفاع او د انسانانو د هدايت کولو په لاره کښې قربان کړے دے د پېروکار د عهد او وعدې نوي کول دي. له هغو ټولو ارزښتونو او مقصدونو سره د تړون نوي کول چې خاتم الانبيا (ص) يې لپاره مبعوث شو او د هغه حضرت پاکو اهلبېتو عليهم السلام يې په لار کښې سرښيندنه وکړه. په دې مېنځومان کښې د امام حسين (ع) د زيارت اجتماعي اثر د پام وړ برتري لري. د مقاومت او جهاد د کلتور ترويج، د شهادت غوښتنې او ذلت نه مننې د کلتور ساتنه او د حق غوښتنې او انصاف طلبۍ د روحيې ترويجول د اسلامي ټولنې لپاره د سيدالشهداء (ع) د زيارت ځينې مهم ثمرات دي.

شايد که دوه لسيزې مخکې مو د انساني  ټولنې په هدايت باندې د سيدالشهداء د زيارت د تاثير په اړه خبره کوله نو د ځينو لپاره يې درک کول ګران وو خو په دې وروستيو کلونو کښې په اربعين يا څلوېښتۍ کښې د امام حسين (ع) د شل ميلينو زائرينو لاريون د دغې مطلب د درک کولو لپاره لار خلاصه کړې ده. د نړۍ خلق د يوې داسې ښکارندې کتونکي دي چې په مادي اندازو او حساب کتاب سره نه شي توجيهېدې.

د اباعبدالله امام حسين (ع) د شل ميلين زائرانو او عاشقانو غونډه چې يوازې  د نړۍ په يو ترټولو ناامنه هېواد عراق کښې د فقيرو او بې وزلو خلقو په همت او لګښت سره جوړيږي او د انسانيت، قربانۍ، سرښيندنې، عشق او مينې د ليدو وړ صحنې اننځوروي. هغه صحنې چې د دې پېړۍ د مادي انسان لپاره نااشنا او البته زړۀ راکښونکې او ارماني دي. هغه شل ميليني زيارت چې کولې شي بشري ټولنې ته له اخلاقي زوال او نابودۍ څخه نجات ورکړي او يو ځل بيا فرښتې انسان ته د سجدې لپاره مجبورې کړې.