د اربعين مسافر (6)
https://parstoday.ir/ps/news/world-i77661-د_اربعين_مسافر_(6)
هر څومره چې د عشق د وعدې ځاے ته نزدې کېږې د خلقو سېلاب لا غورځنګناک کيږي او د هغو عاشقانو رش چې په سينې وهلو او وجد کښې راتلو سره د عشق د مولا لوري ته روان وخت په وخت په زياتېدو دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 27, 2018 13:28 Asia/Kabul
  • د اربعين مسافر (6)

هر څومره چې د عشق د وعدې ځاے ته نزدې کېږې د خلقو سېلاب لا غورځنګناک کيږي او د هغو عاشقانو رش چې په سينې وهلو او وجد کښې راتلو سره د عشق د مولا لوري ته روان وخت په وخت په زياتېدو دي.

د زائرينو له زوږ نه ډک ګډون ښودنه کوي چې حسيني مکتب د راغونډېدو او جمع کېدو ډېر اوچت قابليت او قوت لري چې مثال يې په نننۍ نړۍ کښې چې د لويديځ او چټي او بې تشخصه کلتور له بې مهاره يرغل سره مخامخه ده نه موندل کيږي. دغه شتون د مسلمانانو په تېره بيا د دغه مکتب د پېروکارو د نرم قوت ځينې نور اړخونه انځوروي.

د ابا عبدا... (ع) د زائرينو د پښو کشار اورېدونکے دے، سړي، ښځې او ماشومان ټول يو زړۀ، يو شکل، يو نفس په کربلا کښې د خپل مراد لوري ته روان دي. له ځان سره فکر کوم چې په دغه لار کښې څه ډول هغه انسانان چې له خپل سر او ماله تېر شوي دي چې د کربلا نمر وځليږي او لاره روښانه کړي. په داسې ورځو  او خاصو وختونو کښې به حکمرانانو د شيعه ؤ او د امام حسين (ع) په زائرينو باندې زيات دباونه راوړل چې ترټولو څرګند يې د عباسي دربار لخوا په تېره بيا د متوکل د خلافت په دوران کښې د دريمې هجري پېړۍ په نيمائۍ کښې رامځته شول. متوکل عباسي هغه کس دے چې په تاريخ کښې د امام حسين (ع) د زوار په خلاف د سختو سزاګانو په مقررولو مشهور دے او په ۲۳۷ هجري قمري کال کښې يې حکم ورکړ چې د امام حسين (ع) مزار او ورسره چاپېره کورونه دې ويجاړ او د خلقو د تګ راتګ مخنيوے وکړې شي.

په ۲۴۷ هجري قمري کال کښې متوکل ته خبر ورسېد چې خلق او د سواد او کوفې اوسېدونکي بيا د امام حسين (ع) د ملکوتي بارګاه د زيارت لپاره روان شوي دي او ډېر ګڼ شمېر خلق د دې مقصد لپاره راغونډ شوي او يو لوے کاروان په حرکت کښې راغلے دے؛ هغه هم د خپل پو قوماندان په مشرۍ يو ستر لښکر د هغوي لوري ته روان کړ او حکم يې ورکړ چې د خلقو ترمېنځ دې د امام د پاک او مقدس مزار له زائرينو څخه د بېزارۍ غږ پورته کړې شي او يو ځل يې بيا قبر مبارک ويحاړ کړ او هغه زمکه يې د کر لپاره اماده کړه او خلق يې د پت، غېرت او حق غوښتنې د سردار زيارت ته له تلو څخه منعې کړل. بيا د حضرت ابوطالب د خاندان د کسانو او شيعه ؤ په تکل کښې شو او له هغوي څخه بې شمېره کسان يې قتل عام کړل. له هغه نه وروسته نورو واکمنانو هم په سخت زړۀ تور او بې رحمۍ سره له خپل امام سره له عشق او عقيدت څخه د خلقو د منعې کولو لپاره خپلې هلې ځلې اوج ته اورسولې. خو اوس د حېرانتيا خبره ده. له پېړيو پېړيو وروسته امام حسين (ع) د بل څراغ په شان ځليږي او ميلينونه انسانان خپل ځان ته جذبوي. او ترټولو مهم يې دا چې نن د اربعين د پياده تګ دود  د ټولو الهي دينونو ترمېنځ د ارتباط او پيوستون ټکے ګرځېدلے دے.

د تګ د لارې په يو ځاے کښې د امام ځينو عاشقانو په يوه خيمه کښې د جامو وينځلو برېښنائي مشينونه لګولي دي او د زائرينو جامې وينځي او ورسره په خوا کښې د بړاس ايستري ګانې لګېدلي او جامې ايستري کوي او د هغو جامو خاوندانو ته يې ورکړي. په يو بل ځاے کښې ځينو لاسي او برېښنائي تنورونه جوړ کړي او په تودو او تازه ډوډۍ سره د زائرينو مېلمستيا کوي.

په ځينو خيمو کښې ځينې ځوانان او تجربه کار کسان ستړي زائرين راغواړي او د هغوي په پښو او بدنونو باندې په خاصو تېلو سره مالش کوي چې له بدنه يې د لارې ستړتيا ووځي. لنډه دا چې هر کس چې په هر شکل سره وي د زوارانو په خدمت لګيا دي او په دغه خدمتګزارۍ وياړ او فخر کوي او له خدايه غواړي چې يو زائر ورته ورشي يا دا چې د مېلمستيا او خدمت کولو لپاره يې دعوت قبول کړي.

د دغه تګ يوه حېرانونکې جلوه هغه بوډاګان سړي او بوډۍ ښځې او ضعيفان دي چې په امساګانو او کږ ملاګانو سره په لاره تګ کوي. يو کس چې په دوو ډانګورو سره روان دے ، يوه ښځه چې څلور کلنه لور يې په غېږ کښې او بېګ يې هم په ملا تړلے روانه ده، يوه ستره کورنۍ چې په لاسي ګاډي يا کلېسکې کښې يې ماشوم اچولې له دوو فرزندانو او مور پلار سره روانه ده، دوي ټول ځي او له خپل امام سره بيعت کوي چې له خداے پاک سره په عشق، عبادت، له مظلوم څخه په دفاع، قربانۍ او له سره په تېرېدو کښې د هغه حضرت د ژوند طريقه خپله کړي.

همدارنګ چې قدم اخلم د دغه سفر په برکتونو فکر کوم، په دې باندې چې د اسلام له ژوندي ساتلو نه پس د امام حسين (ع) د غورځنګ مقصد د زړونو وحدت او يو والے دے. په دې سفر او لار کشې چې له خپلو ايراني، عراقي، مصري، لبناني او سوري وغيره وروڼو سره تر يو شعار او اجتماع لاندې ملګرے شو چې محور يې د امام حسين (ع) زيارت دے. فکر کوم چې د امام حسين (ع) يو مقصد د زړونو د وحدت او يو والي رامنځته کول دي. د امام حسين (ع) پاڅون او شهادت او د هغه  حضرت د شريف خاندان اسيرېدل د دې لپاره دي چې نن اسلام زمونږ لاس ته راورسي، د دې لپاره چې اسلامي اخلاق مونږ ته راورسي او مونږ هم راغونډ شوو او دا هغه څيز دے چې نن يې په دې سفر او لار کښې کتونکے يم. دلته حقيقي ايثار او قرباني وينوو. هر څوک چې غواړي اسلام وويني نو پکار دي د اربعين زيارت ته راشي. مونږ نن د امام حسين (ع) اصول د اربعين په زيارت کښې وينوو.

د اسلام قدرمن پېغمبر (ص) فرمائي: « زما په وسيلې سره درته خبردارے درکړے شو او د علي په وسيلې سره هدايت کيږئ، د حسن په وسيلې سره احسان کيږئ او د حسين په وسيلې سره خوشبخت کيږئ او له هغه نه بغېر بدبخت کيږئ.پوه شئ چې حسين د جنګ له ورونو څخه يو ور دے، هر چا چې له دۀ سره دښمني وکړه نو خداے پاک به پرې د جنت بوئ ورباندې حرام کړي.» له همدې امله دي چې له نجفه تر کربلا د لارې له پلي کولو وروسته داسې زلمي هلکان وينئ چې د کربلا د دروازې په دوه لاري کښې ولاړ دي د « هذا اَقرَبُ الطريق الی الجّنه » يعنې د جنت لوري ته د ترټولو نزدې لارپه ويلو سره د ډېرې نزدې لارې ښودنه کوي. هره شېبه دا دے کربلا ته يعنې ۱۲۷۶ ستنې ته نزدې کيږم. په هره ستن باندې د قرآن مجيد يو مخ نصب شوے دے. سورۀ کوثر وينم يعنې د قرآن مجيد وورستي مخونه دي چې جنت د لارې ښودنه کوي.

-------------