امریکا د سوریې نور پینځه بې ګناه ښاریز وژلی
-
دامریکا جنګي الوتکو په البوبداران کلي باندې د داعش ترهګرو د دفاع او ملاتړ لپاره بمبارې وکړې .
فارس خبری اژانس وایی د امریکا په مشرۍ د داعش پرضد دتش په نامه د ائتلاف جنګی الوتکو دسوریې په ختیځ کښې په دیرالزور ولایت کښې په یوه کلی بمبارې وکړې او د څو ماشومانو په شمول یې پینځه(۵) ملکی وګړی ووژل .
ویل کیږی چې دامریکا جنګی الوتکو پرون د سوریې ریف دیرالزور کښې په البوبداران کلی باندې د داعش ترهګرو د دفاع او ملاتړ لپاره بمبارې وکړې .
د امریکا په مشرۍ د ائتلاف جنګی الوتکو د اکتوبر دمیاشتې په اتلسمه(۱۸) او نولسمه(۱۹) نیټه هم د دیرالزور د جنوب ختیځ په خوا کښې په السوسه او البوبداران دوو (۲)کلیو حملو سره دوه شپیته(۶۲) بې ګناه ملکی وګړی وژلی او په لسګونو نور ژوبل کړی وو .
دغه راز د سوریې په شمال لویدیځ کښې په عفرین کښې دسوریې دازاد پوځ په نوم ډلې ته اړونده ترهګرې ډلې دخلکو دشتمینو د چورتالان کولو پرسر له یوبل سره ونښتلې او له کبله یې پینځلس(۱۵) ټروریسټان ژوبل شول .