دافغانستان دسولې کانفرنس په ماسکو کښې کیږی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i77854-دافغانستان_دسولې_کانفرنس_په_ماسکو_کښې_کیږی
زمونږخبریال وایی روسیه به د روان میلادی کال د نوامبر دمیاشتې په نهمه(۹) نیټه د افغانستان په اړه دنړیوال کانفرنس کوربه توب وکړی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 04, 2018 02:19 Asia/Kabul
  • روسیې ویلي دي چې په افغانستان کښې روان کړکیچ له سیاسي حل پرته بل هیڅ لاره نلري .
    روسیې ویلي دي چې په افغانستان کښې روان کړکیچ له سیاسي حل پرته بل هیڅ لاره نلري .

زمونږخبریال وایی روسیه به د روان میلادی کال د نوامبر دمیاشتې په نهمه(۹) نیټه د افغانستان په اړه دنړیوال کانفرنس کوربه توب وکړی .

د روسیې خارجه وزارت په یوې بیانیې کښې زیاته کړی ده د افغانستان حکومت  او دطالبانو ډلې دغه غونډې ته دخپلو استازیو د استولو موافقه کړی ده .

د روسیې دبهرنیو چارو وزارت وویل دا به لومړی ځل وی چې په قطر کښې دطالبانو سیاسی دفتر خپل پلاوی په نړیواله سویه په خبرو کښې ګډون کولو ته استوی .

دافغانستان دخارجه وزارت ویاند صبغت الله  احمدی وویل مونږ د  روسیې له چارواکو سره دسولې د نړیوال کانفرنس په اړه په خبرو بوخت یوو او تراوسه کومه موافقه نه ده شوی .

روسیې ویلی دی چې ایران ، هند  ، چین ، امریکا او دمرکزی اسیا پینځو(۵) هیوادونو ته  په ماسکو کښې د افغانستان دسولې په اړه په کانفرنس کښې دګډون بلنه ورکړی ده .

روسیې ویلی دی چې په افغانستان کښې روان کړکیچ له سیاسی حل پرته بل هیڅ لاره نلری .