ماشومانو ته ضرور ناشته ورکوئ
دانګلستان طبي کارپيژاندو ویلي دي چې دسهار په وخت ماشومانو ته دښې ناشتې ورکول د هغوې ذهني صلاحیت زیاتوي او دغه چاره دزده کونکو ددرس په چارې زیات اغیز شیندي
زمونږخبریال وايي دبریطانیه طبي کارپیژاندو میندو او پلارانو ته سپارښتنه کړي ده که چیرې غواړي ددوې ماشومان په ښوونځي کښې ښه درس ووايي نو دسهار په وخت باید ښه ناشته ورکړل شي .
ټول میندې او پلاران غواړي چې ماشومان یې ښه درس ووايي او بیا لوی افسران ،انجنیران یا ډاکټران ترې جوړ شي .
میندې او پلاران دخپلو ماشومانو دبریالیتوب لپاره هر ډول کوششونه کوي .
دانګلستان طبي کارپيژاندو ویلي دي چې دسهار په وخت ماشومانو ته دښې ناشتې ورکول د هغوې ذهني صلاحیت زیاتوي او دغه چاره دزده کونکو ددرس په چارې زیات اغیز شیندي .
په دغه تحقیق کښې په پینځو زرو ماشومانو چې عمرونه یې له نهوتر یولسو کلونو پورې وو غور وشو .
په دغه تحقیق کښې وویل شو له هغو ماشومانو چې مور او پلار ښه ناشته ورکوله او ښوونځي ته یې استول معلمان دهغوې دزده کړې له کارکردګۍ خوشحال وو .