بن سلمان د خاشقجی د وژلو حکم صادرکړېدې
https://parstoday.ir/ps/news/world-i78209-بن_سلمان_د_خاشقجی_د_وژلو_حکم_صادرکړېدې
د امریکا سی ، ای ، اې ، دې نتیجې ته رسیدلی چی بن سلمان د جمال خاشقجی د قتل حکم صادر کړې دې .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Nov 17, 2018 13:27 Asia/Kabul
  • بن سلمان د خاشقجی د وژلو حکم صادرکړېدې

د امریکا سی ، ای ، اې ، دې نتیجې ته رسیدلی چی بن سلمان د جمال خاشقجی د قتل حکم صادر کړې دې .

د امریکا واشنګټن پوسټ ورځپاڼۍ ولیکل  د عربستان ولیعهد بن سلمان د استخباراتی سرچینو د راپورونو له ترلاسه کولو روسته د جمال خاشقجی د وژلې حکم صادر کړې دې .

د واشنګټن پوسټ د راپور له مخې هغو خبرو سرچینو چی غوښتل نوم یې وانخستل شی ، نوموړی ورځپاڼۍ ته ویلی دی د امریکا سی ، ای  ، اې ، دې نتیجې ته رسیدلی چی بن سلمان د جمال خاشقجی د قتل حکم صادر کړې دې .

د دغو سرچینو د راپور په اساس ، سی ، ای ، اې  دغې ارزونې ته درسیدا لپاره بیلا بیلې استخباراتی سرچینې جاجولی دی .

د امریکا جاسوسی ادارې ، سی ، ای ، اې  په واشنګټن کې د عربستان د سفیر خالد بن سلمان له خاشقجی سره ټیلی فونی تماس هم اوریدلې دې چی خاشقجی ته یې ویلی وو د خپلې اړتیاو وړ اسنادو د ترلاسه کولو لپاره  باید په استنبول کې د عربستان کونسلیټ ته مراجعه وکړی او دا کار به هغه لپاره خطره رامینځته نکړی .

واشنګټن پوسټ ولیکل چی له خاشقجی سره د خالد بن سلمان ټیلی فونی تماس او کونسلیټ ته د هغه د ورتلو لپاره غوښتنه د عربستان د ولیعهد بن سلمان په غوښتنه ترسره شوی ده .

یوه امریکایی چارواکی چی د سی ، ای ، اې له جاجونو خبر دې ، ویلی دی هغه مسله چی منل شوی ده ، دا ده چی امکان نلری داسی پیښه د بن سلمان له خبرتیا یا ګډونه پرته ترسره شوی وی .

له بلې خوا د امریکا د ولسمشر ټرمپ سلاکارانو واشنګټن پوسټ ته ویلی دی چی ټرمپ په غیر څرګندو ټولنو کې په دغه ترور کې د بن سلمان رول شواهدو ته اشاره کړی ده .