ټرمپ د سعودیانو د پیټرو ډالرز په خدمت کښې
https://parstoday.ir/ps/news/world-i78328-ټرمپ_د_سعودیانو_د_پیټرو_ډالرز_په_خدمت_کښې
د څو اونیو له انتظار وروسته د امریکې ولسمشر ډونلډ ټرمپ بلآخره د جمال خاشقجي په وژله کښې د عربستان د ولیعهد د رول په هکله رپورټونو په باب یوه خبرپاڼه صادره کړه او پکښې یې له ریاض څخه خپل بشپړ ملاتړ اعلان کړ.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Nov 21, 2018 16:12 Asia/Kabul
  • ټرمپ د سعودیانو د پیټرو ډالرز په خدمت کښې

د څو اونیو له انتظار وروسته د امریکې ولسمشر ډونلډ ټرمپ بلآخره د جمال خاشقجي په وژله کښې د عربستان د ولیعهد د رول په هکله رپورټونو په باب یوه خبرپاڼه صادره کړه او پکښې یې له ریاض څخه خپل بشپړ ملاتړ اعلان کړ.

په دغه خبرپاڼه کښې راغلي دي: د امریکې استخباراتي ارګانونه همهغه شان د معلوماتو جاج اخلي خو دا پياوړی احتمال شته چې د عربستان ولیعهد له دې خواشیونکې پیښې خبر پاتې شوی وي، دا احتمال هم شته چې خبر پاتې شوی وي او یا نه. په عین حال کښې په عربستان او د دغه هیواد پر ولیعهد باندې له نیوکې په کلکه ډډه وکړه او د دې کار وجه یې ریاض ته د خپل تیر کال په سفر کښې له امریکې سره د دغه هیواد ستر تړونونه وبلل.

دا خبرپاڼه په داسې حال کښې خپره شوه چې د امریکې دننه او بهر عامه افکار د عربستان په باچاهي نظام باندې د نیوکه کونکي خبریال جمال خاشقجي د قتل په طریقې سخت قهریدلي دي. د نړۍ تقریباً ټول حکومتونه قانع شوي دي چې سعودي ولیعهد محمد بن سلمان په دې پیښه کښې لاس لرلی او د ده په حکم خاشقجي په استنبول کښې د عربستان په کنسولګرۍ کښې ټوټې ټوټې شوی دی. حتی د امریکې د استخباراتو مرکزي ادارې (سي، آيي، ای) هم بن سلمان د دې وژلې حکم ورکونکی بللی دی. د امریکې په کانګرس کښې هم پر عربستان د وسلو د خرڅون د بندولو، په یمن کښې د وژلو بندولو لپاره په ریاض باندې د دباؤ اچولو او حتی د عربستان د ولیعهد او راتلونکي باچا په توګه له بن سلمانه د واشګټن د ملاتړ د ختمیدو لپاره د قانون جوړونې د ارګانه د غړو لخوا له ګوندونو وتلې غوښتنې مطرح شوې دي.

په عین حال کښې ټرمپ نیت لري په یوازې سره د عربستان د ولیعهد د سیمه ایزو بلاغوښتنو او د سعوديانو په ځپونکو اقداماتو باندې د نړیوالو اعتراضونو د څپې په وړاندې ودریږي. دې کړنلارې په کانګرس کښې د ټرمپ د خپل ګوند د کسانو قهر هم راپارولی دی.

د امریکې د سینټ د بهرنیو اړیکو د کمیټې مشر سناتور باب کورکر له عربستانه په ملاتړ کښې د ډونلډ ټرمپ په بیانیې باندې په نیوکې سره په یو ټویټ کښې ولیکل: ما هیڅکله داسې فکر نه کوه داسې ورځ به ووینم چې سپینه ماڼۍ د عربستان د ولیعهد د عامه اړیکو په ادارې بدله شي.

بل جمهوریت غواړي سناټور رینډ پال هم په دې خبرپاڼې باندې په نیوکې سره وویل: زه بیخي ډاډمن یم دا بیانیه (وړومبی عربستان) وه نه (وړومبي امریکا).

د (اول سعودي عربستان) سیاست غوره کول چې ټرمپ په لویدیځه آسیا کښې تعقیب کړی دی، د سترو کړکیچونو او کشالو سبب شوی دی. بن سلمان د سپينې ماڼۍ د بې قید او شرطه ملاتړ په ډاډ په یمن کښې د نړۍ د روان وخت ترټولو ستره انساني ټریجیډي روانه کړې ده، قطر یې کلابند کړی دی، د لبنان وزیراعظم یې د تښتولو په شان عملیاتو کښې استعفا ورکولو ته مجبور کړ او بلآخره یې د یوې نفوذ لرونکې امریکايي ورځپاڼې منتقد خبریال او مقاله لیکونکی په یو بل هیواد کښې د عربستان په کنسولګرۍ کښې وژلی دی. دا ټولې پيښې د ټرمپ د پرونۍ جنجالي بیانیې له صادریدو مخکښې ترسره شوې وې.

په دې وجه تمه لرلی شو په هغه شنه څراغ سره چې د امریکې ولسمشر سعودیانو ته ورکړی دی، د عربستان د لوړرتبه چارواکو لخوا لابوږنونکي جنایتونه ترسره شي. دا کړچار په ډاګه د سعودیانو د تیلو د ډالرو (پیټرو ډالرز) د ترلاسه کولو په لاره کښې د امریکې د حکومت لخوا د اخلاقي او انساني ارزښتونو د قرباني کیدو ښودنه کوي.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*