دتهران او کابل چاپ ځینی نننۍ ورځپاڼې
https://parstoday.ir/ps/news/world-i79169-دتهران_او_کابل_چاپ_ځینی_نننۍ_ورځپاڼې
دتهران دپښتو خپرونې او انټرنیټی سایټ خوږو مینه والو دخپرونې په دې شیبو کېله نننیو مطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې یوو . په پیل کې هم د تهران او ورپسې هم د کابل چاپ ځینی ورځپاڼې هم درسره شریکې کوو .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 24, 2018 09:04 Asia/Kabul
  • دتهران او کابل چاپ ځینی نننۍ ورځپاڼې

دتهران دپښتو خپرونې او انټرنیټی سایټ خوږو مینه والو دخپرونې په دې شیبو کېله نننیو مطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې یوو . په پیل کې هم د تهران او ورپسې هم د کابل چاپ ځینی ورځپاڼې هم درسره شریکې کوو .

د اهم دتهران جمهوری اسلامی ورځپاڼه ده چې  پخپل تندی ئې لیکلی دی ، داسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه ای  د ایران دپولیسو د مشر پشمول له  درستو قوماندانانو اومسئولانو سره په  کتنې کې  روښانه کړې ، دپولیسو په مرکزونو اویا په عاموځایونو کې  له خلکو سره د پولیسو چلندباید داسې وی چې  خلک  پولیس خپل ساتونکی وګڼی  او  ورسره مینه ولری .

ورځپاڼې په دوام کې لیکلی دی ، دانډونیشیا  په پرونۍ سونامی یو ځل بیا  په دغه هیواد کې تباهی رامینځةکړې او وروستی راپورونه ښئ  چې تر شپې پورې  دمړو شمیر  څه دپاسه درو سوو تنو ته رسیدلې او دټپیانو شمیر  هم څه دپاسه زر تنه ښودل کیږی او داهم وئیل شوی  چې په سلګونو  نور کسان هم بې درکه شوی دی .

 دافغانستان ولسمشر  اشرف غنی  دیوه حکم  په صادرولو سره د دغه هیواد دکورنیو چارو وزیر  ویس احمد برمک او دفاع وزیر طارق شاه بهرامی له کاره څنګةکړل او دهغو په ځای ئې  اسد ا... د کورنیو چارو دوزارت  او هم    امر ا...صالح د دفاع وزارت  دسرپرستانو په توګه  وټاکل  او د پارلیمانی چارو  وزارت  ته ئې دنده سپارلې څو   دغه دواړه کسان په تر ټولولنډ وخت کې  ولسی جرګې د  اعتماد درای   داخستو لپاره ورمعرفی کړی .

دامریکا ولسمشر ډونالډټرمپ  یوځل بیا  له  هغه سره  د اصلی بهیر   درسندویو  په چلند نیوکې  کړی او  وئیلی ئې دی،  که هربل څوک وائ ،نو  دسورئې  له جنګه د  د دووزرو امریکائی عسکرو  دویستولو په خاطر به ئې هغه  د اتل  په توګه یاد کړی وائ . خو  دا رسندوئې دی چې  د ما یعنی د ټرمپ  مخالفت خپله دنده ګڼی .

په داسې حال کې  چې  دسویډ په سټاکهم کې د یمن  والو  ډلو ترمینځ  دملګروملتو  په څارنې سره د اووربند موافقه شوې ، دسعودی عرب په مشرۍ د تش په نامه پوځی ائیتلاف جنګی الوتکو  د یمن د الحدیده  بیلابیلې  سیمې په لسګونو ځله بمباری کړی او   دتوپونو درندې ډزې ئې پرې کړی دی.

دهندوستان دپوځ لوړپوړو  چارواکو    پرون د  آګنی څلور نومې  نوی بالیسټک توغندی  په بریالیتوب سره  د آزمویلو خبر ورکړی، او وئیلی ئې دی ،  دغه آګنی څلور ډوله بالیسټک توغندی  له  یو زر پنځه سوه پنځوس میلو څخه  تر  دوه زره یو سل پنځه اویا میلو پورې  په ټارګټ ویشتل کیږی .

 دترکیې  دولمسشر  د دفتر ویندوی ابراهیم  کالین  د صهونیسټ رژیم د لومړی وزیر بین یامین نتن یاهو   د وروستیو څرګندونو په غبرګونو کې وئیلی دی ، صهونیسټی چارواکی  د مونږ ولسمشر  چپتیا ته نشی اړکولی .

 دعراق  د البناء ائیتلاف یوه پارلیمانی  مسئول عامر الفایز  له سورئې  له شاتګه وروسته   ، په عراق کې د امریکائی عسکرو د دیره کولو لپاره دامریکا د خارجه وزیر  ددباؤنو په وړاندې  د خپل هیواد د لومړی وزیر   د کلک مقاومت خبر ورکړی او وئیلی ئې دی ، چې  نور په عراق کې د بهرنیو عسکرو  اړتیا نه لیدل کیږی ،ځکه دعراق  وسلوال پوځ او ولسی مبارز ځواکونه دخپل هیواد د فاع پخپله کولی شی . داپه داسې حال کې دی  ، چې له دې مخکې ځینو  خبرو سرچینو   له سورئې دامریکائی عسکرو  له وتلو وروسته  همدغه عسکر  دعراق په اربیل کې په یوه نوی جوړیدونکی امریکائی مرکز کې دساتل کیدو  ګونګوسې آوریدل شوی دی .

 =    داهم  ایران ورځپاڼه ده چې پخپلې نننۍ ګڼې کې ئې لیکلی دی ،د آل سعود پاچائۍد بنسټګر  زوی  او ملک سلمان ورور او اظلاح غواړی طلال بن عبدالعزیز چې تل  د دغې پاچائۍ په جوړښت کې  دیولړ بدلونونو  درامینځةکولو  غوښتونکی ؤ،  په ۸۷کلنۍ کې مړ شوی دی .

د امریکا ولسمشر  ډونالډ ټرمپ   د امریکا ددفاع وزیر جیمز متیس  له مستعفی کیدا و روسته مرستیال دفاع وزیر پاټریک  شانه هن  د هغه چانشین ټاکلی دی ،  خو ځینی  کره خبری  سرچینې  د سپینې ما ڼۍ  او پنټاګان ترمینځ  داختلافاتو  دلازیاتیدا او  رابرسیبره کیدا خبر ورکوی  او داهم اټکل کیږی ، چې ممکنه ده  دامریکا په واکمن پلاوی کې ځینی نوره  لوړپوړی چارواکی هم دجیمز ماتیس  په لاره  لاړ شی .  داپه داسې حال کې دی ، چې  رای الیوم ورځپاڼې  پخپلې وروستۍ ګڼې کې لیکلی دی ،   دامریکا د ولسمشر ډونالډټرمپ  لپاره  له خپلې لور زوم  او دهغه نزدې سلاکار بولټن پرته  په بل هیچا  فکر نه کوی ، نو ځکه  ښکاری ډیر زر به د ډونالډټرمپ کشتۍ  د امریکا په څپانده  سین کې لاهوو شی .

 دنیواکی فلسطین په تل ابیب کې هم  دزیّړو جیکټونو دغورځنګ فعالانو  د صهونیسټی رژیم د لومړی وزیر بین یامین نتن یاهو په ضد سخت شعارونه ورکړل

=    داهم د تهران صبح نو  ورځپاڼه ده چې پخپلې  نننۍ ګڼې کې ئې لیکلی دی ، دایران دایټمی  انرژۍ د ادارې مشر علی اکبر صالحی  په همداوروستیو کې وئیلی دی  د جامعې ایټمی موافقې  د باقی ساتلو په خاطر به د اروپایانو  وړاندیز شوی پیکیج د روان میلادی کال تر وروستیوپورې  اجرائی شی  څو  دجامعې نړیو الې ایټمی موافقې  له اقتصادی   شرائطو   ایران پوره پوره ګټه پورته کړی .

ورځپاڼې په دوام کې لیکلی دی ،  د افغانستان د ولسمشرۍ   دراتلونکو انتخاباتو لپاره دکاندیدانو د نامو  ثبتولو په لومړنۍ ورځ  کابو  دوویشت کسانو چې ځینی حکومتی پخوانی چارواکی هم پکې ترسترګو کیږی ، ځانونه  کاندید کړی دی ،   افغان  ولسمشر  اشرف غنی او دملی وحدت حکومت  داجرائی شورا مشر عبدا... عبدا...  د  کاندیدیدا لپاره  له مخکې  ورته مټې رانغړلی دی .

دامریکا دملی امنیت پوانی سلاکار بن روډز په یوه پیغام کې  په داعش ضده ائیتلاف کې  د دغه هیواد استعفی  د ډونالډټرمپ  دبې کفایتئ او نالایقتوب  دثابتولو لپاره   یو عامل  وبالۀ.

 له سورئې  د امریکائی  پوځیانو دشاتګ په باب د امریکا د ولسمشر ټرمپ  د فیصلې په غبرګونونو په دوام کې  فرانس پریس  آژانس  وئیلی دی ، دغه شاتګ  په سمې کې  د ایران دنفوذ  دپیاوړتیا زمینه برابروی  او دا ایران دی چې  له دې وروسته به  دسیمې  نقشه انځور کړی

  د زیّړو  جیکټونو د غورځنګ  دفعالانو  اعتراضونه  له پاریسه  دبروکسل او تل ابیب   واټونو ته هم وغزیدل او  د دغو سیمو  واکوالان  ئې هم سربداله کړی دی .

 دسورئې په حلب کې یوځل بیا  ځینو داعشی تکفیریانو سر راپورته کړی ، خو د  سورئې وسلوال  پوځ او  دمقاومت  ځواکونه ورته دبیرته  اړۍ ګړۍ جوړولو اجازت نه ورکوی .

 دیمن   دپوځ او ولسی مبارزو کمیټیو   دتوغندوی یونټ  مبارزانو  دسعودی عربستان سرحدی سیمې یوځل بیا د  زلزال بالیسټیک توغندی   په نښه کړی دی .

 دپاکستان  لومړی وزیر عمران خان یو ځل  بیا  وئیلی دی ،  پاکستان په هیڅ یوه سیمه ایز جنګ کې  برخه نه اخلی . داپه داسې حال کې دی  چې   عمران خان دخپلې وا کوالۍ په لنډې مودې کې   د دوهم ځل لپاره هم سعودی عربستان ته سفر کړی  او له هغوی ئې  دډیرو مرستو غوښتنې کړی چې داپخپله    دشکونو رامینځة  کولو لپاره  یو خورا ک شوی دی .

=   د وستانو اوس هم راګرځو  دکابل چاپ ځینو ورځپاڼو ته چې له انټرنیټه مو را خستی  او له تاسو سره ئې هم شریکې کوو

 (البته باید ووایو چې دغه لیکنې د دغو ورځپاڼو خپل دریځونه دی )

 د کابل چاپ ځینو ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د افغانستان په تړاو د بېلابېلو مهمو مسایلو په اړه لیکنې او سرلیکنې خپرې کړې دی.

 ملی ارمان خپلواکې ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې لیکلی، په‌داسې حال کې چې د ملی وحدت حکومت د عمر څو میاشتې پاتې دی، ولسمشر غنی په یو حیرانوونکی اقدام کې امرا....صالح د کورنیو چارو د وزیر او اسدا....خالد د دفاع وزیر په توګه وټاکه.

ورځپاڼه لیکی:دا په‌داسې حال کې ده چې دا دواړه د ولسمشر د خوښې وړ څېرې نه‌وې.

په سرمقاله کې دا هم راغلی چې دغه ټاکنې په داسې وخت کې کېږی چې د سولې خبرې روانې دی او ښکاری چې امریکا او پاکستان سره ډېر نږدې شوی.

د سرمقاله لیکونکی په باور ښایی ولسمشر دا احساس کړې وی چې راتلونکی بدلونونه داسې لوری ته په حرکت کې دی چې پاکستان به د سولې په خبرو او داسې نظام په جوړولو کې چې طالبان به‌یې هم یوه برخه وی مهم رول ولری، نو ځکه‌یې په نظر خپلو دوو مهمو وزارتونو ته د پاکستانی ضدو څېرو په ګمارلو اقدام کړی دی.

=      مسیر خپلواکې ورځپاڼې بیا کابل ته د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر د سفر په اړه لیکلی دی.

مسیر د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې په حواله لیکلی چې شاه محمود قریشی به د سیمې څلورو هېوادونو ته د سفر په ترڅ کې افغانستان ته هم سفر وکړی.

په اعلامیه کې راغلی، ټاکل شوې چې دغه سفر نن له کابله پیل شی او بیا نوموړی ایران، چین او روسیې ته هم سفر وکړی.

مسیر د سرچینې په حواله یادو هېوادونو ته د قریشی د سفر هدف د اړیکو پراختیا ښودلې ده.

=       ویسا خپلواکې ورځپاڼې بیا په خپل یو مطلب کې لیکلی،اریک پرېنس غواړی چې د افغانستان جګړه خصوصی کمپنیو ته وسپاری.

په مطلب کې وړاندې راغلی، له افغانستانه د نیمایی امریکائی عسکرو د احتمالی ایستلو تر پرېکړې وروسته، لوېدیځو رسنیو راپور ورکړی چې پر ډونالډټرمپ د افغانستان د جګړې د خصوصی کولو په تړاؤ فشارونه زیات شوی دی.

له دې سره په  یووخت امریکایی ورځپاڼه واشنګټن اېګزماینر  هم په خپلې یوه مقاله کې لیکلی چې د بلک واټر کمپنۍ پخوانی مشر اریک پرېنس له ډونالد ټرمپ سره خپلې اړیکې نږدې ساتی او نوموړی دې ته هڅوی چې د افغانستان جګړه قراردادی او خصوصی کمپنیو ته وسپاری.

په مطلب کې دا هم راغلی چې د بلک واټر پخوانی رئیس له افغانستانه د امریکایی ځواکونو د احتمالی وتلو او د امریکا د دفاع وزیر له استعفا وروسته ویلی چې موږ راروان یو.

(ژباړن : سیماب)