تازه مسلمانه شوی ډنمارکی میرمن د اسلام په اړه څه وای ؟
د غیر مسلمانو لپاره د اسلام یو جذابیت له عقل ، علم او منطق سره د هغه دتعلیماتو سمون دې . ځینې هغه مسلې چی قران کریم ورته اشاره کړی ده ، تازه او له ۱۴ پیړۍ وروسته کشف شوی دی .
د غیر مسلمانو لپاره د اسلام یو جذابیت له عقل ، علم او منطق سره د هغه دتعلیماتو سمون دې . ځینې هغه مسلې چی قران کریم ورته اشاره کړی ده ، تازه او له ۱۴ پیړۍ وروسته کشف شوی دی . اصولا اسلام خپل پیروان درست عمر په پنځون او علم ترلاسه کولو او فکر او غور کولو ته هڅوی . د اسلام دا ځانګړنه هغو کسانو لپاره چی دین یې تحریف شوی او له خرافاتو او غیر عقلانی کارونو ستړی شوی دی ، ډیر جالبه ده .
په همدې دلیل د ډنمارک تازه مسلمانه شوی میرمن سیمون دونوانګ د بیلا بیلو دینونو په اړه له یوې مودې تحقیق او پلټلو وروسته وایی زه اسلام یوازنې علمی دین بولم . البته هغه د اسلام په اړه د ویلو لپاره دیر څه لری خو له هر څه مخکې ځان داسې معرفی کوی . زما نوم سیمون دوانونګ دې او زه د ډنمارک اوسیدونکی یم ، ما په نړیوال بازار موندنې کې زده کړې کړی دی . اوس د الیکټرونیک تجارت په کار کې یم او په خپل سایټ (doenvang.com ) کې اسلامی پوسټرې خرڅوم .
په لویدیځو هیوادونو کې لکه څرنګه چی د عیساییت تحریف شوی دین د خپلو پیروانو د پوښتنو او شکونو ته ځواب نشی ورکولې ، زیاتره کسان یوازې په نوم عیسایان دی او د هغه عبادتونه او مراسم نه ترسره کوی او یا اصولا د دین پیروی نه کوی اوکله خو په خدای هم باور نلری .
د میرمن دونوانګ کورنۍ هم په خدای باور نلری او هغې هم لومړۍ په دین باور نه درلود خو د بیلا بیلو مسلو په اړه د هغې پوښتنې سبب شوې چی د خپلو پوښتنو په ځوابونو پسې په لټون شی .
میرمن دوانونګ وایی زه له علم سره مینه لرم او په همدې دلیل زه په اسلام مینه یم ، زه اسلام یوازنې علمی دین بولم .
میرمن دوانوانګ قران کریم د خپلې مسلمانیدا عامل بولی او د اسلام قبلولو د شیبې په اړه وایی ، کله مې چی قران ولوسته نو هر څه مې عالمانه ولیدل ، قران منطقی دې او هر څه لپاره پکې دلیل موجود دې ، نو ځکه زه تسلیمه شوم او په کوټه کې مې شهادتین وویل . یوه موده وروسته کله چی په ایران کې د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد (ص) د یوه لمسی حضرت امام رضا ع حرم ته ورغلم نو په رسمی توګه مسلمانه شوم . ډیر ښه احساس مې درلود او دا چی داسې دین مې پیدا کړې چی سم دې او په هغه سره مې د ارامښت احساس کاوه .
میرمن دوانونګ د اسلام د تبلیغ بهترینه لاره د غیر مسلمانانو د منلو وړ د اصولو او ثواعدو له لارې د اسلام د تعالیماتو وړاندی کول بولی . دا هغه روده ده چی هغې د خپلو دوستانو او کورنۍ په اړه اجرا کړی ده . مثلا د خپلو والدینو لپاره د لمانځه د فریضې د بیانولو په اړه وایی کله چی زه سپیناوې کوم چی څرنګه لمونځ په خپل جوړښت سره مونږه د ژوند لپاره چمتو کړی یو ، نو هغو یې منی . پخپله هغې هم د لمانځه له ادا کولو مخکې د هغه په انګریزی معنا کې په غور سره هڅه وکړه د دغه رغنده عبادت مفهوم او ژورتیا درک کړی او بیا یې د لمانځه ادا کول پیل کړل . البته هغه وایی چی د ډنمارک په شمول د لویدیځو هیوادونو چاپیریال د دینی ژوند لپاره برابر ندې او دینداری پکې مشکل ده او ډیرو موردونو کې د مذهبی اعمالو اجازه نه ورکول کیږی ، خو هغه وایی ، کله چی په زړه کې ایمان وی نو بیا د سختیانو زغمل ګران ندی .
میرمن دوانونګ د حجاب یا ستر په اړه هم خپل مخالفان او شاه و خوا کسان داسې توجیهه کړی دی ، کله چی دا توضیح ورکوم چی چرا حجاب لرم نو دا نشم ویلې چی دا د خداې لپاره دې ځکه چی بې دینه انسانان نه متوجه کیږی ، نو ځکه دا مسله له غیر مذهبی نظره سپیناوم ، مثلا وایم چی خپل ویښته پټوم ځکه چی نه غواړم پردی سړی مې اذیت کړی ، دا نه غواړم چی سړی ما ته جنسی کتنه ولرلې شی ، هغو بیا دا خبره درک کوی .
البته میرمن دوانونګ د حجاب په اړه جالب نظره لری او وایی چی سړی او میرمنې دواړه باید حجاب ولرلې شی ، هغه وایی چی زه فکر نه کوم حجاب یوازې د سکارف یا چادر اخیستل دی ، بلکې دا یو روحی حالت دې ، همداسې سړی هم باید میرمنو ته ونه ګوری دا د سړیو حجاب دې . میرمن سیمون وایی زه له حجاب سره مینه لرم ، په عین حال کې دا هغه څه دی چی باید په زړه کې احساس شی .
میرمن دونوانګ په لویدیځ واکمن اجتماعی نظام او له کلتوری حالاتو په تیره بیا د میرمنو په اړه ډیره خپه او خواشینی ده . هغه وایی په لویدیدځ کې میرمنې په بشپړه نامناسب ډول ظاهریږی ، د میرمنو ارزښت په بشپړه د سړیو د خوښې په اساس دې . زه واقعا له دې شعاره ستړی شوی یم چی یوه ازاده میرمن ، یوه بربنډه میرمن ده یا دا چی میرمن باید د سړی په شان وی . په لویدیدځ کې د میرمنې حقوق ډیر تحریف شوی دی ، زه فکر نه کوم چی پ لویدیځ کې میرمن او سړی د یوه بل حقیقی درناوې کوی .
میرمن دوانونګ وایی په اسلام کې میرمن ، انسانی شخصیت او کرامت لری او میرمنې یوازې د استفادې او غورځولو لپاره ندی . سړی او میرمنې دواړه یوه بل په نسبت ژمن دی .
په هر حال د ډنمارک حکومت هماغه راز د اسلام دښمنۍ سیاست تعقیبوی چی یوه ښکاره بیلګه یې په ۲۰۰۵ کال کی په یوه مجله کې د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد (ص ) پرضد د سپکونکیو کارټونونو خپرول وو چی د یو نیم میلیارډ مسلمانانو غوسه یې راوپاروله . په عین حال کی میرمن دوانونګ باوری ده د مسلمانانو پرضد دا ټولې سختیانې په خلکو کې کنجکاوی رامینځته کوی چی په نهایت کې اسلام ته د خلکو د مخه کولو سبب کیږی . زه له داسې ډیرو خلکو سره کتنه کوم چی د اسلام په لټون کې دی او د مسلمانانو نفوس په زیاتیدو دی .