له سوریې د امریکا د وتلو په اړه د روسیې شک :-
-
په سوریې کښې دامریکا شتون د دغه هیواد د ملت یا د حکومت د مخالفانو په ګټه نه دی .
امریکا له ۲۰۱۱ میلادی کال راهسې له خپلو عربو او لویدیځو متحدانو سره یوځاې په سوریې کښې له ترهګرو ډلو په پراخ ملاتړ کولو سره د دغه هیواد دقانونی حکومت د نسکورولو لپاره پراخې هڅې پیل کړې .
دغه هڅې د ۲۰۱۴ میلادی کال له نیمایی څخه د داعش پرضد د تش په نامه د ائتلاف په رامینځته کولو سره تعقیب شوې چې په سوریې کښې دامریکا له متحدانو سره د مرستې لپاره ددغه هیواد (سوریې) په ځینو سیمو کښې د واشنګټن د عسکرو د نیغ په نیغه شتون سبب شوې .
سره له دې په سوریې کښې د نظر وړ هدفونو په پوره کیدا کښې د امریکا د ناکامۍ او د پوځیانو د ساتلو او د اداره کولو د زیاتو لګښتونو او تر ټولو مهمه دامریکا د سیمه ییزو ژمنو د کمولو او د واشنګټن متحدو هیوادونو ته د دغو ژمنو د سپارلو لپاره د ولسمشر ډونالډ ټرمپ کړچار په شان ځینې مسائیل سبب شول چې ډونالډ ټرمپ له سوریې د امریکا د عسکرو د ایستلو حکم ورکړی څرنګه چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په تیرې دوشنبې شپې په یوه(۱) ټویټر پیغام کښې ادعا وکړه سعودی عربستان منلی ده چې د امریکا پرځاې د سوریې د بیا رغونې لګښتونه ورکړی .
سره له دې له سوریې د امریکا دعسکرو د ایستلو لپاره د ولسمشر ډونالډ ډونالډ ټرمپ اقدام د امریکا د چارواکو، سیاستوالانو او د ستراتیژۍ جوړونکو له منفی غبرګون سره مخ شو .
په تیره بیا دفاع وزیرجمیز ماټیس په یوه(۱) لیک کښې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له سوریې دعسکرو د ایستلو د فیصلې په رټلو سره خپله استعفا اعلان کړه .
که څه هم د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ دخپلو دندو د لوبولو په لړ کښې مجبوره شو تر یکشنبې ورځې پورې په رسمی ډول له سوریې څخه د امریکا د عسکرو د ایستلو حکم صادر کړی .
دامریکا د سیاستوالانو له نظره د ولسمشر ډونالډ ټرمپ دغه اقدام په سیمه کښې د واشنګټن ستراتیژیکو ګټو ته تاوان رسوی او دغه چاره به دامریکا د متحدانو د بې اعتمادۍ او ناهیلۍ سبب شی .
له دغو بدلونونو سره سره روسیه د سوریې دډګر د یوه(۱) اصلی لوبغاړی په توګه د امریکا د ولسمشر ټرمپ د عسکرو دایستلو اقدام ته دشک په سترګه ګوری .
د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال «سرګی ریابکوف» په تیرې دوشنبې ورځ له سوریې څخه د خپلو پوځیانو په ایستلو کښې د امریکا د جدیت په اړه شک څرګند کړ .
سرګی ریابکوف وویل دامریکا حکومت په سوریې عربی هیواد کښې پوځی شتون د خپلو ګټو لپاره ضروری ګڼی .
روسیه باوری ده په امریکا کښې په زرګونو دلایل ، پلمې او نورې چارې رامینځته کوی چې له سوریې څخه د امریکا دعسکرو د ایستلو په فیصلې کښې بیا کتنه وشی .
تیرو تجربو ته په پام سره په سختۍ سره له سوریې څخه د وتلو لپاره دامریکا اراده تصدیق کولای شو .
د روسیې له نظره دامریکا سیمه ییزو هدفونو او ګټو ته په پام سره لیرې ښکاری چې امریکا چمتو شی په پټو سترګو سره ناڅاپه له سوریې ووځی .
په تیرو څو میاشتو کښې د امریکا یوشمیر لوړرتبه چارواکو ویلی وو چې په سوریې کښې دامریکا پوځی ماموریت هماغه راز دوام لری .
دامریکا چارواکو ویلی وو له داعش سره دجنګ د ختمیدا په نتیجه کښې دغه ماموریت بدلیږی او په سوریې کښې د ایران له زیاتیدونکی نفوذ سره مقابله دوام لری .
ددغه کړچار ملاتړی دسوریې په چارو کښې د امریکا د ځانګړی استازی جیمز جیفری (James Franklin Jeffrey) او د امریکا د ملی امنیت دسلاکار جان بولټن(John Robert Bolton) په شان عناصر وو .
دامریکا د ملی امنیت سلاکار جان بولټن د روان میلادی کال (۲۰۱۸) د اګست دمیاشتې په اخر کښې په صراحت سره وویل زمونږ هدف دا دی چې په سوریې کښې د ایران ټول موجود پوځیان ایران ته ورستانه کړې شی .
دسوریې په چارو کښې د امریکا ځانګړی استازی جیمز جیفری هم ویلی وو واشنګټن به له سوریې څخه دایران او د تهران تر ملاتړ لاندې د ملیشا ځواکونو تر وتلو پورې په سوریې کښې خپل شتون ته دوام ورکړی .
د امریکا دغه دریځونه دولسمشر ډونالډ ټرمپ له اعلان شوی دریځ سره ښکاره ټکر لری .
که څه هم په سوریې کښې د پوځی شتون لپاره د امریکا لومړنۍ پلمه له داعش سره مبارزه وه خو وروسته یې په سوریې کښې د ایران او د تهران د متحدانو له شتون سره د مقابلې موضوع هم د واشنګټن په ایجنډې کښې شامل کړه .
همدغه مسلې له سوریې د وتلو په اړه د امریکا د صداقت په اړه د روسیې شک راپارولی دی .
سره له دې ایران باوری دی چې امریکا له داعش سره دمبارزې په اړه دروغ وایی .
دایران د باندنیو چارو وزیر جواد ظریف ویلی دی امریکا هیڅکله له داعش سره جنګ نه دی کړی او په سوریې کښې دامریکا شتون د دغه هیواد د ملت یا د حکومت د مخالفانو په ګټه نه دی .