دتهران او کابل چاپ ځینی نننۍ ورځپاڼې
https://parstoday.ir/ps/news/world-i79343-دتهران_او_کابل_چاپ_ځینی_نننۍ_ورځپاڼې
دتهران دپښتو خپرونې او انټرنیټی سایټ خوږومینه والو، په دې شیبو کې له نننیو مطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې یوو ، په سر کې هم درته د تهران ځینی ورځپاڼې وړاندې کوو او په آخر کې هم دکابل چاپ ځینی ورځپاڼې درسره شریکې کوو ، هیله ده ترپایه راسره ملۀ ووسئ
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Dec 31, 2018 10:56 Asia/Kabul
  • دتهران او کابل چاپ ځینی نننۍ ورځپاڼې

دتهران دپښتو خپرونې او انټرنیټی سایټ خوږومینه والو، په دې شیبو کې له نننیو مطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې یوو ، په سر کې هم درته د تهران ځینی ورځپاڼې وړاندې کوو او په آخر کې هم دکابل چاپ ځینی ورځپاڼې درسره شریکې کوو ، هیله ده ترپایه راسره ملۀ ووسئ

د تهران ورځپاڼو په سر کې داهم  جمهوری اسلامی ورځپاڼه ده چې پخپلې نننۍ ګڼې کې ئې  لیکلی دی ،  دایران داسلامی جمهوریت د ملی امنیت  دلوړې شورا منشی  علی شمخانی  د فلسطین داسلامی جهاد غورځنګ له عمومی منشی   سره په کتنې کې  روښانه کړې ،  دفلسطین  شجاع ملت به تر بشپړ بریالیتوب پورې له تیر وخته لازیات په لاکلک هوډ سره  خپلې مبارزې ته دوام ورکړی .

ورځپاڼې په دوام کې لیکلی دی ، داسلامی انقلاب معظم لارښود  حضرت آیت ا... العظمی  سید علی  خامنه ای  دایران د نظام دمصلحت پیژندونکی ټولنې دخدای بخښلی  مشر آیت ا...هاشمی شاهرودی  له رحلته وروسته  د ایران دقضایه قوې   اوسنی مشر  آیت ا... صادق آملی لاریجانی د دغې شورا دمشر په  توګه  منصوب کړ . آیت  ا...  هاشمی شاهرودی  څو ورځې مخکې  دیوې اوږدې ناروغۍ له امله له نړۍ سترګې پټې کړی دی .

دبحرین  د بشری حقوقو فعالانو ا و مسئولانو په لبنان کې په یوې خبرې ناستې کې  له سیاسی بندیانو  سره د آل خلیفه رژیم د مامورانو  دځیږو چلندونو ، غیر انسانی شکنجو  او نامناسبو  چلندونو پرده پورته کړې او د بحرین د ۳۳سیاسی  او مدنی فعالانو د پانسۍ سزا دلغوه کولو  غوښتنه ئې کړې ده .

 د عراق  پخوانی لومړی وزیر نوری مالکی  په یولړ څرګندونو کې وئیلی دی ، که د  صدام دیکتاتور پانسی یوه ورځ ځنډول شوې وائ ،نو  دهغه د  تښتې  پروګرام ئې جوړ کړی ؤ .

 دیمن د لوړې انقلابی شورا مشر  محمد علی الحوثی  په یولړ څرګندونو کې  په ډاګه کړې  په الحدیده بندر  کې د ملګروملتو دشتون په سیوری کې  ددیمن والو  دکلابندۍ دوام   یو بل جنایت دی  او  په  الحدیده بندر کې ملګری ملتونو شتون  ښودلې ده ، هغه څه چې  دوسلو دقاچاق په باب مطرح کیدل ،  یوازې پروپیګنډه وه . هغه وئیلی دی ،  د ساحلی ګارډ ځواک  د ملګرو ملتو په څارنې سره  د الحدیده بندر کنټرول ترلاسه کړی دی . دا  یو داسې ترټولو مهم  اقدام دی چې    لامل کیږی ،  ښکیل هیودونه  ، دیوې مثبتې موافقې ته  په رسیدا کې  دخډ جوړولو لپاره هیڅ پلمه  نه لری .

 جمهوری اسلامی ورځپاڼې  همداراز  د افغانستان د سولې  دخبرواترو   له ګرمیدا سره په یووخت  په دې باب  دپاکستان د خارجه وزیر  بیلابیلو هیوادونو ته دسفر په باب یوه مقاله لیکلې ده ،   دغې ورځپاڼې لیکلی دی،پر افغان سولې د خبرو اترو په باب  پخپل پړاویز سفر کې  د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشی قطر ته تللى دى .

په دغې مقالې کې لیکل شوی ،شامحمود قریشی له اسلام اباده دوحې ته په رسمی سفر رسېدلى، او ټاکل شوې د ه  چې  د قطر د بهرنیو چارو له وزیر، مرستیال صدراعظم او نورو چارواکو سره خبرې اترې وکړی.

په راپور کې راغلی چې نوموړی د دواړو هېوادونو ترمینځ پر سیاسی او اقتصادی اړیکو د خبرو اترو ترڅنګ د ا فغانستان د سولې او ملی پخلاینې پر موضوع هم ځانګړې خبرې کوی.

بلې خوا قریشی قطر ته تر روانېدو مخکې وئیلی چې دغه هېوادد افغانستان په  سوله کې مهم رول لوبولى شی او په همدې  موخه غواړی چې له قطری چارواکو سره مشورې وکړی.د یادونې ده، په قطر کې د طالبانو د سیاسی دفتر غړی هم اوسېږی او تر دې مخکې په دوحه کې د امریکایی استازو او طالب استازو ترمینځ څو  وارې خبرې اترې هم شوې دی.

دغه سفر په داسې حال کې دی چې تېره اوونۍ د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر پر افغان سولې د خبرو او مشورو لپاره افغانستان، چین ،ایران او روسیې ته هم سفرونه کړی دی.

  داهم کیهان ورځپاڼه ده چې پخپلې  نننۍ ګڼې کې ئې لیکلی دی،په فرانسې کې د زیّړو جیکټونو  دغورځنګ   دمظاهرو په دوام کې  یو ځل بیا  د دغه هیواد په بیلابیلو ښارونو کې خلک په واټونو کې شتون لری او  پولیسو هم  خپل کار ته دوام ورکړی او  مظاهره چیان ئې په سخت ډول په کوتکو ټکولی او  وئیل کیږی ، چې  په دغه اخ وډب کې  کابو   دوه نیم سوه کسان له  پرون راهسې نیول شوی او دغه راز په لسګونو ټپیان شوی هم دی .  داپه داسې حال کې دی چې  د زیّړو جیکټونو دغورځنګ   داروپا نورو هیوادونو ته غزیدا   اروپائی چارواکی سربداله کړی او وئیل کیږی ، چې   ا روپائی مشران ئې پخپلو کې  مشورو  ته اړ کړی  او  ممکنه ده په راتلونکو شپو ورځو کې ا روپائی  واکوالان په دې باب ځینی مهمې فیصلې وکړی .

  ورځپاڼې په دوام کې لیکلی دی ، د سورئې ولسمشر بشار اسد  په یولړ څرګندون کې روښانه کړې ،  نوی میلادی کال به د  بریالیتوب په سندرو سره پیل کړی ، ځکه  له ترهه ګرو نوره لاره ورکه شوې او  ترهه ګر او دهغوی اربابان نور لالهانده شوی دی

  دایران ځینو خبری   او رسندوئی سرچینو  وئیلی دی ،   د ایران د ۱۳۸۸لمریز کال د فتنې په وخت   د   هائ هوئ   مشری  او لارښونې د  امریکا ، اسرائیلو او انګلستان  مثلث  په غاړه درلودې خو  بلاخره هم ناکام شول  او هیڅ په لاس ورنه رغلل .

په شمالی کوریا کې  هماغه راز  د توغندوی وسلو  د پراختیا تجهیزات  د نوو آزموینو لپاره تیار  دی او  ممکنه ده په راتلونکو  ورځو کې دغه هیواد یو ځل بیا نوی ایټمی آزموینې   وکړی .

 دعراق   له مقاومت سره نزدې یوې سرچینې  ایشوا کړې ،  عراق ته دامریکا د  ولسمشر ډونالډټرمپ وروستی پټ او ناڅاپی سفر سره سره ،  ددغه هیواد  دمقاومت ځواک  هغه په بشپړ ډول تر څارنې لاندې ساتۀ او دهغه  دټارګټ کولو لپاره  دخپلې قوماندانۍ له خوا  یوازې د یوې اشارې په تمه وو .

د اردن دخارجه وزارت  دویندوئې  میرمن  جمانه غنیمات  تر پښو لاندې د صهونیسټ رژیم د بیرغ دتصویرونو   خپریدا  د وحشی صهونیسټی رژیم غوسه او لالهاندی راپارولې ده .  وئیل کیږی د  اردن دخارجه وزارت  ویندویه میرمن   جمانه  غنیمات  په داسې حال کې  چې  ددغه هیواد  صنفی  ټولنو  دفتر ته د  تلو په وخت  د صهونیست رژیم دبیرغ دپاسه  تللی چې   دعکسونو  خپریدا ئې  د صهونیسټ رژیم  غوسه او سربدالی راپارولی ده .

دغې ورځپاڼې  د ایران داسلامی جمهوریت د  وسلوال ځواک په لاس د سیمې په تیره بیا د فارس خلیج د امنیت دساتلو په باب د  لوړپوړو پوځی چارواکو  ټینګار ته  په انعکاس ورکولو سره په دې اړه  یوه مقاله لیکلې لیکلی ئې دی ،  داسلامی ایران وسلوال ځواکونه په ښه ډول دسیمې  دسمدری حدودو  امنیت ساتلی شی .  په مقابلې کې لیکل شوی دی ،د ایران د اسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو د سمندری ځواک قوماندان علیرضا تنګسیری په یولړ څرګندونو کښې،په سیمه کښې د پردیو شتون د امنیت خرابونکی بللی او زیاته ئې کړې ده : د فارس خلیج د سیمې هیوادونه د ګډو مانورو په ترسره کولو او غږملتیا سره د سیمې امنیت زیاتولی شی.

 

امیر البحر تنګسیری په دې خبرې سره چې ایران د خپلو مسلمانو وروڼو په لور د ورورولۍ لاس اوږدوی، څرګنده کړې ، د هیوادونو لپاره دا یوه د شرم خبره ده چې چارواکی ئې په پَردیو پورې پیئلی وی.

د اسلامی انقلاب د پاسدارانو  د سمندری ځواک قومندان په فارس خلیج کښې د امریکایی کشتیو د شتون په هکله هم څرګنده کړې چې ایران دغه کشتۍ په دائمی توګه څاری او په دغو پردیو ځواکونو باندې بشپړ برلاسه دی  .

هغه همداشان د سپاه پاسداران د سمندری ځواک د توان په زیاتیدو په ټینګار سره  ویلی چې ددغه ځواک ګړَندۍ کشتۍ په راډار کښې نه لیدونکې او په نویو او ماډرن توغندیو سنبال دی.  

      اوس هم راګرځو د کابل چاپ ځینو  ورځپاڼو ته چې له انټرنیټه مو راخستی  او له تاسو سره ئې هم  شریکې کوو .

(باید ووایو چې  دغه لیکنې د دغو ورځپاڼو خپل دریځونه دی )

 دکابل چاپ ځینو نننیو ورځپاڼو  په بیلابیلو  پیښو او بدلونونو لیکنې کړی دی .دکابل چاپ ملی ارمان خپلواکې ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې لیکلی، طالبان هغه ډله نه‌ده چې د افغانستان د جنګ او سولې په اړه خبرې وکړی.

 

ورځپاڼه لیکی:دغه ډله یو خوا په شدت سره د بهرنیو، له دې ډلې د پاکستان د استخباراتو تر اثر لاندې ده او له بله پلوه دا احساسوی چې په افغانستان کې جګړه به د دوی په ګټه تمامه شی.

په سرمقاله کې وړاندې راغلی، د دې کار دلیل طالبانو سره د سولې په خبرو کې د امریکایانو په پروګرامونو کې بدلونونه دی چې دوی ته‌یې په یو ډول په جګړه د برترۍ احساس ورکړی او اوس دوی نه‌غواړی چې د افغان حکومت له پلاوی سره خبرې وکړی.

د سرمقالې لیکوال لیکی، ټاکل شوې چې د افغانستان د سولې د خبرو راتلونکی پړاو په سعودی عربستان کې جوړ شی، خو طالبانو رسنیو ته ویلی چې بیا به هم د افغان حکومت د سولې له مرکچی پلاوی سره خبرې ونه‌کړی.

ورځپاڼې په وروستی  تحلیل کې لیکلی:طالبانو سره د سولې خبرو ته باید هیله‌مند ونه‌اوسو او دغه ډله باید وځپل شی.

 هېواد دولتی ورځپاڼې هم په خپله سرمقاله کې د همدې موضوع په اړه لیکلی دی،:له بده‌مرغه طالبانو بیا هم په جده کې د سولې د خبرو لپاره په پلان شوې غونډه کې د افغان حکومت د سولې له مرکچی پلاوی سره له لیدنې انکار کړی دی.

په سرمقاله کې راغلی، سوله اسلامی او د افغانانو روا غوښتنه ده او له دې غوښتنې انکار د طالبانو حیثیت او دریځ نور هم تر پوښتنې لاندې راولی.

  مسیر خپلواکې ورځپاڼې بیا په خپله سرمقاله کې د ولسمشرۍ د انتخاباتو د ځنډ په اړه لیکلی دی.

ورځپاڼه لیکی:د ټاکنو کمېسیون هغه څه ومنل چې حکومت‌یې غوښتنه کوله او د ولسمشرۍ ټاکنې یې درې میاشتې وځنډولې.

په سرمقاله کې وړاندې راغلی چې د نوې پرېکړې له مخې به د غرنی ولایت د ولسی جرګې ټاکنې، د ولسوالیو او ولایتی شوراګانو او ولسمشرۍ انتخابات په یوه ورځ یعنې د سرطان یا چنګاښ د میاشتې په ۲۹مه نېټه ترسره شی.

سرمقاله لیکونکی لیکی، دا پرېکړه د قانون خلاف ده چې ګڼې ستونزې راپیدا کولای شی.

دغه ورځپاڼه  وړاندې لیکی چې د ټاکنو کمېسیون پوره د ارګ په کنټرول کې دی او له داسې یو کمېسیونه د خپلواکو او قانونی پرېکړو تمه نه‌شی کېدالی.په سرمقاله کې ټینګار شوی چې دا پرېکړه، نه د سیاسی ګوندونو او کاندیدانو غوښتنه وه او نه هم د کمېسیون، بلکې د ورځپاڼې په باور ،دا د  ارګ پرېکړه وه او پر کمېسیون‌یې ومنله.