دامریکا ځوړتیا،دهغو ماهیّت او بیلابیل اړخونه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i79458-دامریکا_ځوړتیا_دهغو_ماهیّت_او_بیلابیل_اړخونه
دتهران پښتو خپرونې او د انټرنیټي سایټ خوږومینه والو په دې شیبو کې درته یو ځل بیا نیکمرغه ژوندغواړو،دوستانو د امریکا د ځوړتیا او دهغو د ماهیّت او بیلابیلو اړخونو په باب د لړۍ له ننني لومړني مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو ، هیله ده ترپایه راسره ملۀووسئ.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Jan 05, 2019 15:40 Asia/Kabul
  • دامریکا ځوړتیا،دهغو ماهیّت او بیلابیل اړخونه

دتهران پښتو خپرونې او د انټرنیټي سایټ خوږومینه والو په دې شیبو کې درته یو ځل بیا نیکمرغه ژوندغواړو،دوستانو د امریکا د ځوړتیا او دهغو د ماهیّت او بیلابیلو اړخونو په باب د لړۍ له ننني لومړني مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو ، هیله ده ترپایه راسره ملۀووسئ.

   دامریکا دقدرت دځوړتیا موضوع مودې کیږي،چې دنړیوالوسیاسی ادبیاتو او  ارتباطاتوکې  مطرح شوي ده . د دغې موضوع په باب نه یوازې د  امریکا له سیالو اومختلفو هیوادونو له خوا،بلکې د لویدیځ په سیاسی او اکاډمیک ټولنوکې هم پرې ډير زیات بحثونه شوي دي .

د :امریکا ځوړتیا :نومې ښکارندې په تحلیل او بیانولو کې،باید څو اساسی ټکو ته پام وشي،لومړی،دامریکا ځوړتیا یو داسې تدریجي بهیر دی،چې له تیر وخته پیل شوی او تر اټکل کیدونکي راتلونکي پورې به دوام وکړي .  دوهم دامریکاځوړتیا،دامریکا د کمزوريکیدا،ددغه هیواد د دړې وړې کیدا او یا نابودۍ   په معنا ده . د امریکا د ځوړتیا دریم  اساسی ټکی د امریکا د تیر ، موجوده او راتلونکي  وخت  ترمینځ  دیووالي  او یوشان کیدا په معنا ده .  په بله معنا،د امریکا دځوړتیا د اندازې د درک کولو لپاره ،باید  ددغه یواد تیر وخت او دهغې مقام وپيژندل شي .په داسې حال کې چې امریکاله له دوهم نړیوال جنګه وروسته د ساړۀ جنګ په پړاؤ کې دیوه زبرځواک په توګه  سر راپورته کړ،خو د ساړۀ جنګ  په وروسته پړاؤ کې  او په تیره بیا په یویشتمې پيړۍ کې  بیلابیل عوامل لامل شول،څو په مختلفو زمینو کې دځوړتیا په لور پرمخ لاړه شي . دکرکتونکو په وینا،په دنیا کې دامریکا باؤؤ  او هیبت په ځوړتیا دی . دغه ځوړتیا نه یوازې د امریکا دسخت قدرت او نیم سخت قدرت په زمینې کې  مصداق لري،بلکې  د،ډيرو شناندو په اند،د امریکا نرم قدرت هم له سربدالۍ سره مخامخ شوی دی .دنړۍ ډیر هیوادونه له امریکا کرکه لري. د  په وروستیو لسیزوکې دامریکا په نسبت  دنړیوالو  لیدتوګه  ډيره زیاته بدله شوې  او منفي شوي  ده .په دې توګه امریکاچې ترلسیزو پورې ئې له نورو هیوادونو ډیره مقبوله او مشهوره وه،دادی اوس دنړۍ  په کرکیجنو هیوادونو کې شامله  شوې ده .

 

         داسلامی انقلاب دمعظم لارښود حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه اي  په ونیا،امریکا په ځوړتیا ده ؛ دغه وضعیّت چې  امریکایان ورسره لاس اوګریوان شوي ،اوږدمهاله عامل لري؛ دتاریخ په اوږدو کې داسې وضعیّت رامینځةکوي،چې  نتیجه ئې همدغه ده او په دومره آسانۍ ئې سره درملنه  نه کیږي . دا الهي سنت دی ،  دوی محکوم دي ، په دې چې  نسکور شي،په دې محکوم دی،چې ځوړتیا ولري  او دنړۍ دقدرت له ډګره  ورک شي .

              دنړۍ دیوازیني زبرځواک په توګه،دامریکادځائيګی ځوړتیا،د ډونالډ ټرمپ  له  ولسمشرۍ مخکې  هم موجوده وه،خو د ټرمپ  دوه کلنه ولسمشرۍ او د هغه له خوا د یو اړخیزو او بدماشوسیاستونو  غوره کیدا،نه یوازې  دنړۍ په سویه  له جدي مخالفتونوسره مخامخ شوې،بلکې د امریکا د ورځ تر بلې حتی دهغې پخپلومتحدانوکې دمنزوي کیدا لامل شوې ده.د ویتنام دجنګ، د شوروي ددړې وړې کیدا،دساړۀ جنګ دختمیدا او د ستمبر د یولسمې د شکمنو حملوپه څیر پيښو،د امریکا ځوړتیا لاچټکه  کړې ده .د ویتنام جنګ  ، نه یوازې دامریکا  لپاره دیوه ستر پوځي جنګ  ماتې وه ، بلکې دغه هیواد ته ئې ډير زیات سیاسی او اقتصادی تاوانونه هم اړولي وو.

 له بلې خواکه څه هم  دشوروي اتحاد دړې وړې کیدا ظاهرا د واشنګټن  په ګټه تمامه شوه،خو امریکا له دغې مهمې پیښې وروسته  دنړۍ په سویه  دخپلې سلطې لپاره  بل کوم  توجیه او دلیل نه درلود. په حقیقت کې  د شوروي اتحادله  دړې وړې کیدا وروسته،دامریکا ستر توب او باؤؤ،تر ډیره  حده له ګواښ سره مخامخ شوه .په ۱۹۹۰کال کې په کویت دصدام دیکتاتورحمله،د امریکا لپاره  ښه پلمه  وه څو دخپل پوځي قدرت  دساتلو لپاره کوم توجیه ولرل شي،خو دغه بهیر د امریکا اونړۍ په عمومی افکارو کې  دوام ونه کړ . له بل پلوه دستمبر  د یولسمې نیتې پيښو  په نړیواله سویه د امریکا حیثیّت ته ډير تاوان ورساوۀ . د امریکا د وخت ولسمشر جارج ډبلیو بوش له ترهه ګرۍ سره دنړیوال جنګ په پلمه،په افغانستان او عراق حملې وکړې او دغه هیوادونه ئې ونیول  او د نړۍ په نورو سیمو کې ئې  دپوځي شتون پیاوړي کولو ته مخه کړه  او په دې توګه  په نړیواله سویه دامریکا ډيره کرکیجنه څیره نندارې ته وړاندې شوه . . دچین او هندوستان په حير د نوو اقتصادي قدرتونو راپنځیدا او د نړۍ  د اقتصادي قطبونو په تیره بیاد ډونالډټرمپ د ولسمشرۍپه پړاؤکې  له  امریکا سره د چین او اروپائي اتحادئې تجارتي مخامخیدا،د هغوی د نړیوال موقعیّت او پرسټیج دکمیدا لامل شوې  او پر دې سربیره،دامریکا په داخل کې  ډيرمشکلاتو او چیلنجونو  دغه هیواد له ډيرو زیاتو شخړو اوترینګلتیاؤ سره  لاس او ګریوان کړی دی . اساسا،دامریکا داخلی  بدلونونه  او دهغو بهرني اړخونه اوبهیرونه،د سوکه سوکه کمیدا او په بله وینا،ددغه هیواد دقدرت  ځوړتیا ده .

    دامریکا  بوسټن ګلوپ  خپرونې په دې باب لیکلي دي،په شلمې پيړۍ کې، د مونږ  قدرت ،  په دوامدار  ډول زیات شو،مونږ دنړۍ له لارښونې سره  عادت شوي وو،خو په راتلونکي کې،به مونږ دنړۍ  هدایت یا لارښونه  په غاړه ونه لرو .

     په داخلی ډګر کې  دامریکا  د ځوړتیا یو مهم اړخ،دهغو سیاسی اړخ دی . په تیرې یوې پيړۍکې په متحده ایالاتو کې د ذي نفوذو ډ‌لو په ودې سره ، سوکه سوکه،شخصي،ګوندي   او یا ډلو ټپلو ګټې  پر ملي ګټو غلبه وکړه . دم ګړۍ  ډلې ټپلې  او سیال لوري  دخپلو خاصوګټو د تامینیدا لپاره،پر ملی  او هراړخیزوګټوسترګې پټوي اوحتی په ځينوموقعوکې د هغوپرضد فعالیتونه کوي .دمثال په توګه ، د جنګ  د ونډه لرونکو  په نامې سره  له جنګ  څخه ګټو،  د امریکا اقتصاد د پورونو  ګړند یا  ګرداؤ   دپاسه  وروستلې  او  ددغه هیواد د بجټ خساره ئې  ډيره زیاته کړې ده .یو بل مثال هم ستاسو خدمت ته وړاندې کوو،هغه دا چې،په  مینځني ختیځ سیمې کې له صهونیسټي لابیو په تیره بیا د  امریکا او اسرائيلو  دعمومی اړیکو له کمیشن (ايپک)څخه  ددغه هیواد بهرنی سیاست او امنیتی سیاست پيروي  ده .

 د امریکا  هارورډ پوهنتون د یوه استاد سټیفن والټ   او دغه راز د شیکاګو پوهنتون د یوه استاذ  جان میرشایمر په وینا،چې دامریکا دنړیوالو اړیکو  دوه تر ټولو مشهورشخصیتونه دي،همدااوس په امریکاکې د اسرائيلو د نفوذ خورامهم نفوذي  عاملان دي  چې  له اسرائيلو څخه   د ملاتړ لپاره  دامریکا د بهرني سیاست دفعالانو په توګه کار کوي .اټکل کیږي ،په امریکا کې  داعتراض کونکو اوسیالو بهیرونو ترمینځ  د درزونو په زیاتیدا سره به ،  په نهایت کې پر نړۍ  د دغه هیواد د اغیزشیندنې قدرت  په ځوړتیا شي .له بل پلوه  په وروستیو کلونو کې  په امریکا کې د دوه قطبي فضا د رامینځةکیدا او دټولنیزو درزونو په زیاتیدا سره،اختلافات،دمعمول له سوئې ورآخوا ورسیدل او دښي پال اوکیڼ پالو لورو ترمینځ  چې سوشل ډيموکراټيک عقیدې لري،په یوه آئيډیالوجیک جنګ باندې بدل شوی دی.  دغه وضعیَت  اجتماعي  وحدت او انسجام له خطرې سره  مخامخ کړی  او  ددغه هیواد  دفیصلې کونې په اورګان کې ئې د اغیزمنو فیصلو  مخه نیسي .په همدې دلیل د امریکا ټولنه د مالیاتي نظام،دعامو بیمو یا انشورنس نظام ،دکډوالۍ د سیاستونو او بهرنیو ګواښونو سره  دمخامخیدا د څرنګوالي په شان  د موضوعګانو په سر،سره دوه ډله شوي اوپه عین حال کې د  قانون جوړونې او اجرائي کیدا  دبندون لامل شوي دي .دامریکا د فیډرل  حکومت چټي کیداچې د ټرمپ په حکومت کې دڅوم ځل لپاره رامینځةکیږي،ددې یوه وروستۍ نمونه ده . دا موضوع  د امریکاپر اقتصاد  ورانونکي اغیزې شیندي چې د آ ئيدیالوجیک جنګ  د ښکاره کیدا یو مورد شمیرل کیږي .

(سیماب)

******************************************************************************************************************************