دتهران او ځینی نړیوالې نننۍ ورځپاڼې
دتهران دپښتو خپرونې او انټرنیټی سایټ خوږو مینه والو ،په دې شیبو کې له نننیو مطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې یوو ، په پیل کې هم تهران او ورپسې هم دکابل چاپ ځینی ورځپاڼې درسره شریکې کوو ،نو هیله ده ترپایه راسره ملۀ ووسئ
= دتهران ورځپاڼو په سر کې دا هم جمهوری اسلامی ورځپاڼه ده چې پخپلې نننۍ ګڼې کې ئې لیکلی دی ، دایران داسلامی جمهوریت او اروپا ترمینځ د مالی لاروچارو د نظام یا ایس پی وی سسټم هرکلی هماغه راز دوام لری او په داخلی او نړیواله سویه ئې بیلابیل کارپیژاند او پوهان ستائی او وائی که اروپایانو دغه مالی نظام په ښه ډول اجرا کړ ، نو خپله خپلواکی به دنړیوالو نندارې ته وړاندې کړی .
ورځپاڼې په دوام کې لیکلی دی ، دایران داسلامی جمهوریت ددفاع وزارت ځوانو ځای متخصصانو په لاس جوړ شوی لرواټنه کروز توغندی چې هویزه نومیږی ، د سباؤن لسیزې په دوهمه ورځ په بریالیتوب سره وآزمایل او دسپاه پاسداراانو هوائی ځواک ته سپارلو ته تیار شو.
دروسې دخارجه وزارت ویندوئې میرمن ماریا زخارووا له توغندوی تړون څخه دامریکا دموقته وتلو په غبرګون کې وئیلی دی ، دامریکا مخکینۍ هیله د روسیې بشپړ بې وسلې کول دی ، خو دا آرمان به ګور ته له ځان سره یوسی .
په امریکا کې د بخښنې نړیولې ادارې مشرې میرمن مارګریټ هوانګ وائی د میکسیکو دپناه غواړو په وړاندې د امریکا د ولسمشر ډونالډټرمپ نوی سیاست دبشری حقوقو ښکاره خلاف ورزی ده .
دعراق د الحشد الشعبی ولسی مبارز ځواک د امریکائی عسکرو ګزمه کونکی ډله چې لمسونکی ئې بللې ، له ګزمې کولو منع کړه ، داپه د اسې حال کې دی چې کره راپورونه ښئ ممکنه ده د عراق لومړی وزیر عادل عبدالمهدی په عراق کې دامریکائی عسکرو د شتون او خپل سرو فعالیتونو په وړاندې د دریځ نه غوره کولو په علت د دغه هیواد په پارلیمان کې احضار شی .
دملګروملتو سرمنشی آنتونیو ګوتریش په الخلیل کې د دغې موسسې د پلاوی د فعالیت له تمدیدیدا سره په مخالفت کې د تل ابیب د چارواکو دفیصلې په غبرګون کې وئیلی دی ، ملګری ملتونه به دفلسطنیانو دساتنې په خاطر په الخلیل ښار کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړی .
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هم پرون دایټمی توغندیو دتولید دمنع کیدا له تړونه(آئی این ایف) دامریکا د وتلو په اقدام پخپل غبرګون کې دغه تړون وځنډاوۀ.
د هیګ نړیوالې محکمې دیوې اعلامیې په خپرولو سره وئیلی دی ، دفرورۍ په دیارلسمه نیټه به له ایرانه د د دغه هیواد دشکایت په دوسیې د امریکا له خوا وارد شوی اعتراضونو په باب چې د ایران د مرکزی بانک او نورو حکومتی بانکونو او موسسو له شتمنیو څخه د دوه میلیارډډالرو دمصادره کولو په موضوع کې دی ، خپله فیصله اعلان کړی .
دغې ورځپاڼې همداراز پاکستان ته د سعودی عربستان د دفاع وزیر او ولی عهد محمد بن سلمان د کیدونکی سفر په باب یوه مکاله لیکلی ده . په دغې مکالې کې رغلی دی ،د پاکستان بیلابیلو ګوندونو او خلکو خپل هیواد ته د سعودی عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان له سفر سره مخالفت کړی دی. د پاکستان او د سعودی عربستان د اړیکو د ښه کولو لپاره اسلام اباد ته د عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان د راتلونکی سفر په اړه د پاکستان د رسنیو له اعلانه وروسته د اینټرنیټ استعمالونکو او دغه راز د سیاسی او د مذهبی ګوندونو مشرانو له دغه سفر سره خپل مخالفتونه زیات کړی او وئیلی ئې دی ،دغه سفر به په پاکستان کې فرقه پالو ترینګلتیاؤ ته لازیاته لمن ووهی . .
د پاکستان د خیبر پښتونخوا صوبې د مجلس وحدت مسلمین غورځنګ د مشر مرستیال علامه سید عبدالحسین الحسینی» د یمن د ملت او دسیمې د ملتونو په وړاندې د سعودی عربستان د ورانونکو او غلیمانه سیاستونو په غبرګون کښې ویلی دی ، دیمن دخلکو پرضد د ال سعود رژیم حملې د ماشومانو او ښځو پشمول زرګونوعامو خلکو د وژل کیدا او ددغه هیواد بیخ بنائیو ته د مادی تاوانونو د رسیدا سبب شوی دی .
هغه پاکستان ته د ترهګرۍ د ترټولو ستر ملاتړی محمد بن سلمان له سفر سره د مخالفت په ترڅ کښې ویلی ، پاکستان ته د محمد بن سلمان له سفر سره د مخالفتونو یو بل اصلی علت هم د ترکیې په استنبول کښې د سعودی عربستان په کنسولګرۍ کښې د نیوکه کونکی خبریال جمال خاشقجی د وژلې مسئله او په دغه جنایت کښې د محمد بن سلمان رول ګڼی .
ټاکل شوی ده چې د سعودی عربستان ولیعهد محمد بن سلمان د فرورۍ په شپاړسمه نیټه پاکستان ته ورشی .
= داهم کیهان ورځپاڼه ده چې پخپلې نننۍ ګڼې کې ئې لیکلی دی ، دایران داسلامی جمهوریت د اوبو او بریښنا دچارو وزیر رضا اردکانیان پرون په خبری کنفرانس کې روښانه کړې ، په ایران کې په تیرو څلویښتو کلونو کې د بریښنائی بټیو ظرفیّت یولس برابره زیات شوی دی او ټول ټال اتیا زره میګاواټو ته رسیدلی دی .
ورځپاڼې په دوام کې لیکلی دی ، دصهونیسټ رژیم یو اطلاعاتی انټرنیټی سایټ په لالهاندۍ سره لیکلی دی ، دلبنان د نوی کابنیې جوړښت اوترکیب د ایران په وړاندې د امریکا او اسرائیلو دفاعی دریځونو ته سخت تاوان رسولی دی او ددغې کابینې جوړښت په چورلټ ډول د ایران او حزب ا... غورځنګ په ګټه بدل شوی دی .
دپریس ټی وی خبریالې میرمن مرضیه هاشمی چې په همداوروستیو کې د امریکائی چاروالو له کوم دلیل پرته له نیول کیدا یولس ورځې وروسته خوشی شوی او بیرته ایران ته راستنه شوې ،په خبری کنفرانس کې وئیلی دی ، ایران مو خو ښ کړی ، ځکه غواړم دامریکا له وحشی اوغیر انسانی سیاستونو سره مقابله وکړم .
دنیجریه په شمالی سیمو کې د بوکو حرام ترهه ګرې ډلې په یوې بلې بوږنونکی حملې کې شپیته کسان وژل شوی دی
د اروپائی پارلیمان یوه مسئول مقام او د دغه پارلیمان د نړیوال تجارت دکمیشن مشر برت لانګه ایشوا کړې اروپا دجاسوسۍ په پرمختللو آوزارونو سره د نیوکه کونکو په ځپنې کې له آل سعود رژیم سره بشپړ مرسته کوی .
دامریکا ډیلی بیسټ خبری سایټ راپور ورکړی ، دامریکا پلټونکی دیمن په بندونو کې د متحده عربی اماراتو له جنایتکارو سره په ملګرتیا سره د بندیانو په شکنجه کولو کې غوره رول لوبوی .
د لبنان دحزب ا... ولسی غورځنګ د عمومی منشی مرستیال شیخ نعیم قاسم دایران د اسلامی انقلاب د بریالیتوب دڅلویښتمې کلیزې په مناسبت په یولړ دستورو کې وئیلی دی ، ایران دڅلویښتو کلونو سختیو او بندیزونو په زغملو سره داقتدار دغه حد ته رسیدلی چې اوس هیڅوک ورباندې دتیری فکر هم نشی کولی .
دامریکا ولسمشر ډونالډټرمپ پخپل ټولنیز چینل کې په یوې تراخې جملې سره په افغانستان کې د دغه هیواد په ماتې اعتراف کړی او وئیلی ئې دی ، واشنګټن په افغانستان کې له میلیارډونو ډالرو لګولو ورسته اوس مجبوره دی چې له طالبانو ډلې سره دخبرواترو میز ته کیڼی او له هغوی سره خبرې اترې وکړی . هغه دغه راز لیکلی دی ، زه په سورئې او افغانستان کې دبشپړ ورانیو او ترینګلتیاؤ وارص جوړ شوی یم ، په وژلو او ډیرو زیاتو لګښتونو سره نه ختمیدونکی جنګونه او ترینګلتیاوې ، ما پخپلو انتخاباتی کمپاینونو کې په چورلټ ډول وئیلی وو چې دغه جنګونه بالاخره باید ختم شی . مونږ په یوه کال کې په افغانستان کې پنځوس میلیارډ ډ الر لګولی او پر طالبانو مو دباؤنه اچولی ، خو اوس مجبوره شوی یوو څو همدغې ډلې سره د روغې جوړې دخبرو اترو په باب پر میز کینو او ورسره خبرې وکړو.
ډیری شناندی او کارپوهان وائی دډونالډټرمپ دغه لیکنه په ښه ډول ښئ چې امریکا په افغانستان او سورئې کې په بشپړ ډول اوسخته ماته خوړلې ده .
= اوس هم راګرځو د کابل چاپ ځینو ورځپاڼو ته چې له انټرنیټه مو راخستی او له تاسو سره ئې هم شریکې کوو.
(البته باید ووایو چې دغه لیکنې ددغو ورځپاڼو خپل دریځونه دی )
د کابل چاپ ځینو نننیو ورځپاڼو تر ډېره حده د مسکو په را روانې غونډې او له افغانستانه د امریکایی ځواک له وتلو وروسته د حالاتو په اړه د ځینو چارواکو او سیاستوالو پر اټکلونو بحثونه کړی دی.
ویسا ورځپاڼې لیکلی دی چې روسیې د افغانستان یو شمېر سیاسی ګوندونو او طالبانو ته د مسکو په غونډه کې د ګډون بلنه ورکړې.ورځپاڼه لیکی چې په دې غونډه کې به محمد محقق، عطا محمد نور، حکمت خلیل کرزی، محمد اسماعیل خان، پخوانی ولسمشر حامد کرزی او عبدالهادی ارغندیوال برخه واخلی.
خو د ورځپاڼې په وینا، ځینی سیاسی ګوندونه په دې باور دی چې د افغان حکومت د استازو له حضور پرته به دا غونډه بې نتیجې وی.
= مسیر ورځپاڼې بیا د مسکو د غونډې په اړه د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت نظر راخیستی او لیکلی ئې دی چې دغه غونډه له افغان سولې سره مرسته نشی کولای او افغان حکومت پکې ګډون نه کوی.
خو د ورځپاڼې په وینا، طالبانو په غونډه کې خپل ګډون تأیید کړی او په ورته وخت کې یو شمېر سیاسی ګوندونه هم خپل استازی استوی، څو په غونډه کې د دوی استازیتوب وکړی.
= دنیا ورځپاڼې په یو غټ سرلیک کې د محمد محقق په حواله لیکلی دی چې افغان حکومت د سیاسی ګوندونو او طالبانو ترمینځ د مذاکراتو مخه نیسی.
ورځپاڼه لیکی چې محقق په خپلو خبرو کې د زلمی خلیلزاد هڅو ته په اشارې ویلی دی ، امریکا هڅه کوی چې روانه جګړه پای ته ورسوی او طالبان بین الافغانی خبرو ته حاضر کړی، خو ولسمشر غنی نه غواړی چې دا مذاکرات بریالی شی، خو ورځپاڼې دا نه دی لیکلی چې ارګ ماڼۍ د محقق تورونو ته څه ځواب ویلی دی.
= هېواد دولتی ورځپاڼې بیا د مسکو پر را روانې غونډې توند غبرګون ښودلې او هغه یې د افغان حکومت او حاکمیت پر ضد د روسیې یوه هڅه بللې ده.
ورځپاڼې لیکلی دی چې روسیه په څرګند ډول له طالبانو ملاتړ کوی او هڅه کوی چې په افغانستان کې د سولې هڅې ناکامې کړی.
ورځپاڼې لیکلی دی چې د مسکو په غونډه کې ګډون ملی خیانت دی او د سولې لپاره دې پر نورو معقولو لارو او د امریکا په څېر په پیاوړی دریځ پانګونه وشی.
له افغانستانه د امریکایی ځواکونو له وتلو وروسته د حالاتو په اړه اټکلونه بله مهمه مسئله ده چې د کابل ورځپاڼو پرې بحثونه کړی دی.
مسیر ورځپاڼې په خپل لومړی مخ کې د سولې د عالی شورا د دارلانشاء د رئیس عمر داودزی په حواله لیکلی دی چې د امریکایی ځواکونو بې پلانه وتل به افغانستان د خونړۍ جګړې په ډګر بدل کړی.
ورځپاڼه لیکی چې ښاغلی داودزی ویلی، پکار ده په دې برخه کې د بېړې پر ځای د بهرنیو ځواکونو د ایستلو لپاره په یو منظم پلان کار وشی.
ورځپاڼې لیکلی دی چې افغان ولسمشر هم له ټرمپه غوښتی چې په دې حساسو شرایطو کې دې د ځواکونو د بې پلانه ایستلو پرېکړه نه کوی.
= دنیا ورځپاڼې بیا له افغانستان او سوریې څخه د ځواکونو د ایستلو لپاره د ټرمپ له پرېکړې سره د امریکا د سنا مجلس پر مخالفت بحث کړی او لیکلی یې دی چې د سنا مجلس په لوی اکثریت دا طرحه رد کړه.
د ورځپاڼې په وینا، د سنا مجلس په دې باور دی چې په افغانستان او سوریه کې لا هم اسلامی تندلارې ډلې فعالې دی چې د امریکا امنیت ته یو ګواښ ګڼل کېږی.